د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۳۴

بشري حقونه : د دوستم ځواب د قناعت وړ نه دی


جنرال عبدالرشید دوستم د هغو زرګونو وژل شویو اسیرو طالبانو په اړه تحریري ځواب لیکلی دی چې د وژلو توریې په ده پوري شوی دی خو د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا ځوابونه قانع کوونکي نه دي.

اسوشیتد پریس اژانس لیکي، سره له دې چې یو شمیر جنګسالاران په ډیر جنایت او ظلم مشهوره دي خو حامد کرزي په راتلونکو انتخاباتو کې خپل متحدین کړي دي.

اسوشیتد اژانس څرګندوي چې له ولسمشر کرزي سره د اوباما د ادارې اړیکي د بوش د زمانې په مقایسه ساړه دي .

ددې خبري اژانس په وینا، د بوش د جمهوري ریاست په وخت به هره اونۍ د حامد کرزي او ولسمشر بوش تر منځ ویډیویي کنفرانسونه ترسره کیدل چې اوس دا کنفرانسونه قطع شوي دي او د اوباما د ادارې یو شمیر چارواکي ښکاره وایي چې د حامد کرزي حکومت په اداري فساد ککړ دی.

د اوباما ادارې د افغانستان په ارتباط د بوش د حکومت پر تګلارې په وروستیو کې انتقاد وکړ چې د هغو وژل شویو زنداني طالبانو تحقیقات یې لا ونه کړل چې په دوه زره لومړي میلادي کال کې له کندزه انتقالیدل.

د دغو کسانو تور تر ډيره په جنرال عبدالرشید دوستم پورې شوی دی او اوس ولسمشر اوباما د امریکا د ملي امنیت له ادارې غوښتې دي چې د دوه زره زنداني طالبانو د وژلو د پیښې تحقیقات وکړي.


د دې پیښې په ارتباط عیني شاهدان ادعا کوي چې د دوستم کسانو زنداني طالبان په تړلیو کانتینرونو کې ځای پرځای کړل چې د شبرغان زندان ته د دوه ورځني سفر پرمهال د اکثر بندیانو ساوې تربت شوې او مړه شول چې بیا په ډله اییزو قبرونو کې خاورو ته وسپارل شول. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له رپوټ سره سم دا هغه وخت و چې د ځانګړیو امریکایي ځواکونو د دوستم له قواوو سره همکاري کوله.

جنرال دوستم دغه تورونه ردوي او وایي چې طالبان د انتقال پر وخت قصدا نه دې وژل شوي. ده په وروستیو کې دغو تورونو ته تحریري ځواب ویلی دی او یو لړ شواهد یې وړاندې کړې دي چې د اسوشیتد اژانس په وینا د جنرال دوستم ځوابونو د بشري حقونو ډلې نه دې قانع کړي او هغوی په دې برخه کې د هغو افغانانو او امریکایانو د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده چې لاس پکې لري.

په افغانستان کې د جګړې او سولې د انستیتیوت استازی جان دمپسي د بارک اوباما د پریکړې په اړه وایي چې د امریکا ولسمشر په دې ډول غواړي چې دا څرګنده کړي چې حساب کتاب او د قانون حاکمیت تر بل هرڅه ده ته اهمیت لري.

ښاغلی دمپسي زیاتوي چې تر اوسه داسې نظر حاکم و چې په افغانستان کې امنیت مهم دی او ددې پرځای چې تیري کوونکي سوال ځواب ته کښنول شي د حکومت په چوکاټ کې دې راغونډ شي. د دمپسي په وینا له دغه کار سره د تیري کوونکو پر سترو جنایاتو سترګې پټې شوې دي.
XS
SM
MD
LG