د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

امریکا : د اسیرشوي بوبېرګډل د خلاصون لپاره هڅې روانې دي



وسله والو طالبانو پرون په خپله انټرنېټ پاڼه کې د دې سرتېري ویډيويي تصاویر خپاره کړل. پرون په هېواد کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند طالبان په دې خاطر وغندل چې دا ویډیويي تصاویر يې خپاره کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له خوا د نیول شوي امریکایي سرتېري هویت، چې پرون د طالبانو له خوا په خپاره شوي ویډیويي فلم کې وښودل شو، څرګند کړی او ویلي يې دي چې دا ۲۳ کلن امریکایی د امریکا د ایډهو د لویديخ ایالت دی.

د پنټاګون چارواکو رسنیو ته ویلي چې د دې سرتېري نوم بو بېرګډل دی چې د جون په ۳۰ مه په پکتیکا کې د طالبانو له خوا اسیر شو.
ګومان کېږي بېرګډل به د امریکا لومړنی سرتېری وي چې افغانستان ته په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له استول کېدو وروسته د طالبانو له خوا اسیرېږي.

د پنټاګون په انترنيټ پاڼه کې راغلي چې د دې امریکايي سرتېري نوم، د جولای په دریمه د امریکايي اسیرو سرتېرو په فهرست کې شامل شوی دی.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو هم پرون تایید کړه چې د طالبانو له خوا په خپاره شوي اته ویشت دقیقه يي فلم کې ښودل شوی سړی د دوی سرتېری دی، خو د امریکا پوځ، له یاد شوي سرتېري څخه د تبلیغاتي اهدافو په مقصد د کاراخیستو له وجې طالبان وغندل.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال ګریک جولیان وویل، د نوموړي سرتېري د خلاصون او مصوونیت لپاره د دوی هڅې روانې دي:
(موږ به د دې سرتېري د مصوونیت لپاره هرهغه اقدام وکړو چې کولای شو. موږ له دې ویډیويي تصاویرو څخه استفاده او په عام محضر کې اسیرانو ته سپکاوی غندو. دا له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. موږ دلته د افغانستان د حکومت د ملاتړ، د امنیت د ښېګڼې او د افغانستان د خلکو د مصوونیت لپاره راغلي یو.)

د طالبانو له خوا په خپاره شوي ویډیويي تصویرونو کې دا امریکایی سرتېری ښودل کېږي، چې وايي اسیرېدل ډېر سخت حالت دی او دی وېرېږي چې ښايي وبه نشي کړای بیا خپل کورته ستون شي:

(دی وایي، زه کوژدنه لرم چې زموږ واده ته انتظار باسي. زه انا او نیکه لرم. زه په امریکا کې یوه ډېره ښه کورنۍ لرم چې ډېره راته ګرانه ده. دوی ټول هره ورځ زما یادېږي خو زه وېره لرم چې ښايي هېڅکه به يې بیا ونه وینم او ورته وبه نشم وېلای چې دوی ماته ګران دي، او ښايي هېڅکله به يې بیا په غېږه کې ونشم نیولای.)

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د ناڅرګندو افغانانو په حواله چې وايي له طالبانو سره تماس لري راپور ورکړی چې نوموړی امریکایی سرتېری د مولوي سنګين په نوم د طالبانو يوې ډلې اسیر کړی. په راپور کې ویل شوي دي چې مولوي سنګين اکثراً په هغو سیمو کې چې یاد شوی عسکر پکې اسیر شو، عملیات کوي. خو دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.
د پکتیکا ولایت چارواکو ویلي دي چې افغان او ائتلافي ځواکونو له دوو اونیو راپه دې خوا د اسیر شوي امريکايي عسکر د موندلو لپاره لټه پیل کړې ده.

د امریکا پوځ د بو بېرګډل د ژوندي موندلو لپاره جایزه هم ټاکلې ده. د طالبانو ویاند، رسنیو ته ویلي دي چې دوی تراوسه د دې امریکايي عسکر د خوشې کولو په بدل کې خپل شرایط نه دي په ډاګه کړي.
XS
SM
MD
LG