پېښه هغه مهال رامنځته شوه، كله چې د بهرنيو ځواكونو كتار د ګردېز- احمدخېلو تر منځ پر لويه لاره د ګزمې په حال كې وو.
ګردېز كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر د پېښې د منلو تر څنګ وايي چې د دوى یو كس هغه مهال ووژل شو كله چې د طالبانو له يو دروند كمين سره مخ شول.
سرچينه زياتوي چې په پېښه كې اووه تنه سرتېري ژوبل شوي او يو زغره وال ګاډى هم له منځه تللى.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د بهرنيو ځواكونو څلور زغره وال ګاډي يې ويجاړ كړي او په كې سپاره ۱۵ تنه سرتېري يې وژلي دي.
بلخوا د همدې ولايت د زرمت ولسوالۍ په اورياخېلو سيمه كې بهرنيو ځواكونو ته د مال وړنكو موټرو پر كاروان وسله وال بريد كې ملكي او نظامي كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پكتيا امنيتي چارواكي وايي، نښته د زرمت- ګردېز د لويې لارې په اوږدو كې شوې چې په پايله كې يې د اكمالاتي كاروان دوه تنه ساتونكي ژوبل شوي.
د اورياخېلو د سيمې يو تن اوسېدونكي كلا خان د ټليفون پر كرښه ازادۍ راډيو ته وويل چې يو اته كلن ماشوم هغه مهال ووژل شو كله يې چې د سوارلۍ موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې وو.
د سرچينې په خبره له وژل شوي ماشوم سره يو ځاى دري تنه ښځې هم ژوبلې شوې دي.
د پكتيا ولايت د روغتيا مشر ډاكټر نادر نوري د عامو خلكو د زيانمنېدو خبره مني او وايي چې دوه تنه ښځې چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وو د درملنې لپاره كابل لېږلې.
د يادولو ده چې په دې وروستيو ورځو كې د پكتيا په ځينو سيمو كې د سړك غاړې چاودنې او مخامخ وسلوال بريدونه ډېر شوي، چې كله نا كله په كې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.