د راپورونو په اساس د خنجر په نوم د افغان او امریکايي ځواکونو په دغو عملیاتو کې څه باندې دوه زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما د مطبوعاتي څانګې یوه مسئول نظیف الله سالارزي خبریالانو وويل، نړیوالې مرستندویه ادارې شاوخوا پنځو زرو کورنیو ته د مرستې برابرولو هڅه کوي:
"د یوناما، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر او نورو مرستندویه ادارو له خوا هڅې روانې دي چې وکولای شي د پنځو زرو کورنیو لپاره مخکې له مخکې خوراکي مواد ځای پر ځای کړي."
په هلمند کې د نړیوالو او افغان ځواکونو په تازه پوځي عملیاتو کې چې د شاوخوا دوو اونیو راهیسې روان دي، تراوسه پورې د ملکي تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
خو راپورونه وايي، چې د ځینو سیمو څخه په سلګونو کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي دي.
یو شمېر خلک مرکز لښکرګاه او د هلمند نورو سیمو ته کډه شوي او ځینې یې د کابل تر ښاره رارسیدلي دي.
دوی د کابل ښار د قمبر څلور لارې په سیمه کې د لسګونو هغو نورو کورنیو سره یو ځای اړولي چې په تېرو کلونو کې د جګړو له لاسه دلته راغلي و.
دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر خلک د ناامنیو او په ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.
اکثره دا خلک شکایت کوي چې د خوراکي موادو، روغتیايي خدماتو او نورو اړیتاوو نشتوالی یې ژوند سخت کړی دی.