د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

افغانستان ته د اورګاډي د پټلۍ غزول پيلېږي


د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله فاروقي وايي د اورګاډي ددې پټلۍ په غزولو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه ډېره ګټه تر لاسه کړي.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله فاروقي وايي د اورګاډي ددې پټلۍ په غزولو سره به افغانستان له اقتصادي پلوه ډېره ګټه تر لاسه کړي.

نن په كابل كې د افغانستان، ايران، تاجكستان، قرغزیستان او چين هېوادونو استازو په دوه ورځني كنفرانس كې د دغو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غزولو تخنيكي څېړنه او مطالعه پيل كړه.

دغه كنفرانس د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په نوښت، د ايكو يا د سيمه ايزو اقتصادي همكاريو د سازمان په ملاتړ جوړ شوى.

چارواكي وايي په دې كنفرانس كې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان او له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته د اورګاډي د پټلۍ غزولو پر امكاناتو او تخنيكي چارو علمي بحث كېږي.

د ټرانسپورټ وزير حميد الله فاروقي وويل د اور ګاډي دغه پټلۍ افغانستان يوازې د سيمې له هېوادونو سره نه تړلي، بلكې دا يوه نړيواله كرښه ده:

”دا يو بين المللي خط دى، د چين له مركز څخه راځي ارومچي ايالت ته، له ارومچي څخه دا خط پر دوو برخو جلا كېږي، چې يو خط تاجكستان ته ځي او له هغه ځايه د افغانستان په شمال كې شېرخان بندر ته راځي، بل خط له ارومچي ايالت څخه ازبكستان ته غزول كېږي، چې د افغانستان په ترمذ او حيرتان كې دا دواړې ليكې سره يوځاى كېږي، بيا شمال او شمال لوېديځو سرحداتو ته ځي، هرات ته، له هرات څخه وروسته دلارام، زرنج او شاه بهار سيمو ته غزول كېږي“

د افغانستان د ټرانسپورټ وزير وويل د دې پروژې د لومړنيو كارونو د بشپړېدو لپاره اسيايي بانك له افغانستان سره د ۱۲۰ مليونو امريكايي ډالرو د مرستې ژمنه كړې، ښاغلي فاروقي وويل، ګاونډي هېوادونه چې د دې پټلۍ په غزولو كې رول لري، له دې پروژې سره مالي مرسته كوي، ده وويل دغه پروژه به هر كال افغانستان ته په مليونونو ډالره ګټه ورسوي او ښه اقتصادي امكانات كولاى شي نا امني ختمه كړي:

”د ناامنيو په وړاندې د مبارزې لپاره ښه مالي فرصتونه منځ ته راوړي، چې موږ ته چانس راكوي د خلكو د ژوند سطحه لوړه شي د خلكو اقتصادي ودې ته ښه زمينه برابره شي، په دې توګه به موږ وكړاى شو له اقتصادي امكاناتو په استفادې په افغانستان كې د امن او ثبات لپاره هم كار وكړو“

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير حميد الله فاروقي وويل د افغانستان په اړه په درېم اقتصادي كنفرانس كې، چې مخكې په اسلام اباد كې جوړه شوى وه، پرېكړه وشوه د پاكستان او د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ ترمنځ هم د اور ګاډي د يوې پټلۍ د غزولو كار پيل شي.

افغانستان چې په وچې پورې تړلى هېواد دى، لا يې هم خلك د اور ګاډي له اسانتيا څخه بې برخې دي.

افغان چارواكي ډاډه دي چې د دغو پټليو په غزولو سره به افغانستان هم د منځنۍ اسيا او نورو پرمختللو هېوادونو سره په اقتصادي ډګر كې د پرمختګ ګامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG