د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۸

اوباما :هېڅکله به پر ایران د اسرایلو د هوايي برید ملاتړ و نه کړي


ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ له CNN ټلویزیوني چينل سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې امریکا به د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو د هوايي برید ملاتړ ونه کړي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې، د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو د احتمالي برید په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د څرګندونو په اړه یو مطلب خپور کړی. په دې مطلب کې د ښاغلي اوباما له قوله ویل شوي دي چې امریکا به هېڅکله هم پر ایران د اسراییلو د هوايي برید ملاتړ ونکړي. له دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بايډن ویلي و، چې اسراییل خپلواک هېواد دی او که وغواړي چې پر ایران هوايي برید وکړي امریکا به يې مخنیوی ونکړي.

د ښاغلي اوباما دا څرګندونې د ده د مرستیال جوبایډن د خبرو د بشپړ رد په معنی وې.

اوباما دې پوښتنې ته چې ایا امریکا به پر ایران د اسراییلو برید ته شین څراغ ورکړي کنه، په ځواب کې وویل: قطعاً نه. ده وویل: په دې برخه کې زما او زما د ادارې دريځ هومره روښانه دی لکه چې باید وي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې دا خبره څو ځلې تکرار کړه چې اسراییل د یوه خپلواک هېواد په توګه دا حق لري چې د ایران پرضد اقدام وکړي.

بايډن چې داسراییلي سیاستوالو په لهجه خبرې کولې وویل: که دوی داسې پرېکړه کړې وي چې بقا ته يې د يوه بل هېواد له لوري حیاتي خطر شته موږ نشو کولای یوه بل خپلواک هېواد ته دا خبره دیکته کړو چې داسې وکړئ او داسې مه کوئ.

د ښاغلي بایډن څرګندونو په همدې ورځ او وروسته، په امریکا کې اندېښنې راوپارولې. د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ادمېرال مایک مولن وویل دی د څه وخت لپاره پرایران د احتمالي برید له کبله اندېښنه لري ځکه چې بې ثباتي به راولي، او ښايي داسې عواقب ولري چې د اټکل وړ نه وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما، روسیې ته د خپل سفر په پای کې له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې په دې برخه کې چې پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو او یا له اټومي پروګرامه د لاس اخیستو په بدل کې د نورو امتیازونو د ورکولو په اړه به، له مسکو او نورو قدرتونو سره په ګډه کار وکړي خپل ژمنه په ډاګه کړه.

اوباما وويل: يو کار چې په راتلونکو څو میاشتو کې له روسیې سره په ګډه يې کولای شو، دا دی چې د ایران لپاره يو ور پرانیستی پرېږدو څو له هغې لارې دا هېواد دې ته اړوزي چې د اټومي وسلې له جوړولو لاس واخلي.

ده اټکل وکړ چې امریکا ښايي تر څو راتلونکو میاشتو پورې هم له روسيې څخه پر ایران د فشار راوستو په برخه کې اغېزمن ځواب ترلاسه نکړي. اوباما وویل د داسې نړیوال ائتلاف د جوړولو لپاره چې ایران ته د یوه ښه انتخاب لارښوونه وکړي، باید ډېر کار وشي.
XS
SM
MD
LG