د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

ایران : د اسراییلو یرغل ته به کلک ځواب ووایو


د ایران په پارلمان کې د دغه هیواد د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ مشر علاوالدین برجردي
د ایران په پارلمان کې د دغه هیواد د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ مشر علاوالدین برجردي
د اسوشیټیډ پریس په وینا بروجردي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جو بایډن له هغو خبرو وروسته کړي چې ویلي متحده ایالات به پر ایران باندې د اسرایلو لخوا د حملې مخالفت ونکړي.

جو بایډن د یکشنبې په ورځ د اې بي سي امریکايي تلویزیون ددې پوښتنې په ځواب کې چې که اسرایل د ایران د اټومي پروګرام له امله پر دغه هیواد حمله وکړي نو د امریکا دریځ به څه وي وویل : واشنګټن بل هیواد ته چې هدف يې اسرایل وه دا توصیه نشي کولی چې په دې لړ کې څه وکړي څه ونکړي.

درویټرز خبري اژانس وايي د اسرایلو صدرعظم بنیا مین نتنیاهو هم ګواښ کړې چې هیواد به يې د اټومي وسلو لرونکی ایران ونه مني . د اسرایلو حکومت ویلي دې ته لومړیتوب ورکوي چې د ایران سره د اټومي پروګرام په سر شخړه په سولیزه توګه حل شي خو د اسرایلو مشرانو په دې لړ کې د پوخي اقدام موضوع هم نده رد کړې.

اسرایل وايي د ایران د ولسمشر احمدي نژاد دې څرګندونو ته په کتنې سره چې ویلي اسرایل به د نړۍ له نقشې محوه کړي د تهران اټومي پروګرام د دغه هیواد موجودیت ته یو ستر ګواښ دی.

د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال ویلي که چیرته اسرایلو پریکړه وکړه چې د ایران د آتومي وسلو د مخنیوي لپآره د روانو هلو ځلو پر ځای بل ډول یعني پوخي ګام واخلي نو دا د اسرایلو خپله پریکړه او ددغه هیواد حق دی.

په همد حال کې د اسرایلو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر داني عایلون رویټرز اژانس ته ویلي پر ایران باندې حمله به ډیر سخت ګام وي او ښايي خراب عواقببه هم له ځانه سره ولری خو هغه ویلي ددغو عواقبو خطر به د هغه ګواښ له خطر څخه کم وي چې د اټومي وسلو لرونکې ایران به یې سیمې ته مخا مخ کړي .

عایلون ویلي اسرایل هیڅکله هم د ستراتیژیکو پالیسیو د غوره کولو او پوخي ګام اخستو لپآره له واشنګټن څخه اجازه نه غواړي.

پر ایران باندې د اسرایلو د احتمالي حملې موضوع په داسې حال کې پورته شوې چې ایران د جون میاشتې د لانجمنو انتخاباتو له امله داخلي سیاسي بحران سره مخا مخ شوی دی.

د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د چارو مشر علاو الدین بروجر دي ویلي د ایران امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د ټنیګښت لپآره ګامونه اخستي دي .

نوموړي د اصلا ح غوښتونکو مشر میر حسین موسوي تورن کړې چې خلک يې مظاهرو ته پارولي دي .

میر حسین موسوي بیا ټینګار کوي چې په وروستیو انتخاباتو کې په پراخه اندازه درغلۍ شوي او محمود احمدي نژاد په غیر قانوني توګه بیا واک ته رسیدلی دی.
XS
SM
MD
LG