د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

مخابراتو وزارت : د مخابراتو په سېستم كې د نوري فایبردوې مرحلې بشپړې شوې


ټولى مخابراتي ، انټرنټي ، تلويزيوني اوراديويي شبكي كولي شي ، داسيستم وكاروي ، اوخلكو ته مخابراتي خدمات چټك اوكيفيت يي ښه كړي .

د روشن مخابراتي كمپنۍ لومړنۍ کمپنۍ ده چې د دوشنبې په ورځ يې له دې وزارت سره يو تړون لاسليك كړ، اووروسته له دي به په خپلومخابراتي چاروكي له نوري فائبرڅخه كاراخلي .

د افغانستان د مخابراتود وزارت چارواكي وايي ، د مخابراتو په سيستم كې به د نوري فاېبركارول،د ټولو مخابراتي او انترنټي شبكوخدمات چټك ، كيفيت به يې ښه اوبيې به يې ارزانه كړي.

ددې وزارت تخنيكي مرستيال انجنيربريالي حسام د دوشنبى په ورځ د روشن له مخابراتي كمپنۍ سره د تړون د لاسليكولو پرمهال وويل ، د روشن كمپنۍ د لومړي ځل لپاره حاضره شوه ، چې تر درې كالو پورې د افغان تيلي كام له نوري فاېبرڅخه د پيسو په بدل كې كار واخلي.

ده وويل:
"د نوري فايبرسيستم د مخابراتود خدماتو په رسولو، اود كيفيت په لوړولو كې لوېه برخه لري.

روشن لومړنۍ كمپنى ده چې زموږ سره يې تړون وكړ ، دوی به هركال موږته دوه اعشاريه اته مليونه ډالره راكوي ، هيله ده نورې شبكې هم ورته اقدام وكړي ، او د خپلو شبكوخدمات باكيفيته اوبيې يې ټيټې كړي."

ده وويل ، دافغان تيلي كام نوري فاېبر په دوو پړاوونو كې ،د لويو سړكونو ترڅنګ اوس مهال دهېواد څخه باندې د ولسوالیو،ولایتونو او همدارنګه ايران ، تاجكستان اوازبكستان ته رسيدلي دي .

ده داهم وويل ،د افغان ټيلي كام د نوري فایبردريم پړاو به د روان كال ترپاى پورې بشپړ او تر پاكستان او نورو ګاونډېوهيوادو پورې به ورسيږي.

د روشن د مخابراتي كمپنۍ استازي سميرسچهو وويل ، سره له دې چې د دوی خدمات په ځينو سيمو كې د ناامنيو له امله په سمه توګه خلكو ته نه رسيږي خو بيا هڅه كوي چې د دوى مخابراتي خدمات په لوړ كيفيت ددې هيواد هرى سيمې ته ورسوي . سميرشچهو وويل:
" موږ اوسمهال امنيتي ستونزې لرو ، زموږ پرشبكوباندى بريدونه،د خدمات په بيوناوړه اغيزه پرې باسي ، خوموږ هڅه كووچې خلكو ته ښه خدمات ترسره او د بيو ټيټه اندازه يې په خپل حال كې وساتو."

اوس مهال په افغانستان كې څلور مخابراتي شبكې په فعاليت بوخت دي اوڅه باندې اوه مليونه خلك ترې ګټه اخلي .

خو خلك ددې شبكود خدماتو د بيو له لوړوالي او د كيفيت له ټيټوالي څخه شكاېت كوي، خو د مخابراتو وزارت وايي، له ټولو مخابراتي شبكو سره يې اړيكې نيولي څو د افغان تيلي كام له نوري فايبرڅخه كار واخلي اوددوى د شبكو د خدماتو كيفيت ښه اوبيې يې مناسبې كړي .
XS
SM
MD
LG