دافغانستان، د مخدروموادو پرضد د مبارزى د عدلي او قضايي قوې مـسئولين وايي، د مخدروموادو د قاچاق كوونكو د دوسيو د څېړلو او محاكمو ته يې دهغوى د راكښلو هڅې زياتي كړي دي.
د مخدرو موادو پرضد د مبارزې د عدلي او قضايي قوى د څارنوالۍ ریيس احمد بيك قادري د شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري ناستې ته وويل چې د روان كال په لومړيو دريو مياشتو كې يي، د مخدرو موادو د قاچاق كوونكو څه باندې اتيا دوسيې ترلاسه كړي:
"د دیارلس سوه اته اتیایم کال په لومړيو دريو مياشتو كې اته شپېته جرمي قضيې موږ ته را رسېدلي دي. شپېته قضيو سره مظنونين هم وو.
د دوه پنځوس قضيې څېړل بشپړ شوي چې زموږ څارونوالۍ د مخدرو موادو پرضد مبارزې ابتدايه محكمې ته سپارلي دي."
ده وويل ، ددي دوسيو اكثره مجرمين دكابل ، هرات ، كندهار، نيمروزهلمند اودننګرهاراوسيدونكي دي ، په دوي كې يوتن عسكر، دساختماني چارويو انجينر، څلورښځى اويوايرانى شامل دى .
همدارنګه د دى قوې وياند سرير احمد برمك وويل، په دې موده كې يې د مخدرو موادو د كاركوونكو څه باندې دوسوه تنه چې پوليس او د ملي ادرو څو تنه په كې هم و، په جزامحكوم كړي دي:
"په ابتدايه محكمه كې دوه اتيا تنه په جزا محكوم شوي دي په دوى كې اته تنه د دولت كار كوونكي دي چې يو يې د نيمروز ولايت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدير اودوه تنه يې د ملي اردو افسران دي. د استيناف په محكمه كې يو سلو شپږدېرش تنه په جزا محكوم شوي دي چې دوه تنه په كې پوليس دي."
ده زياته كړه په مجرمينو كې داسې خلك هم شته چي له لسو څخه تر شلو كالوپورې په بند محكوم شوي دي او سربېره پردې د كشف شويو او ضبط شويو موادو دوسيې هم څيړلي دي.
ځيني خلك وايي، مسئول امنيتي ارګانونه اكثره د لويو قاچاق كوونكي مزدوران او خوارغريب نيسي او اصلي مجرمين نه شي نيولي.
خو د مخدرو موادو پرضد د مبارزې دعدلي اوقضايي قوي مسئولين وايي،
د هر مجرم دوسيه چې دوى ته وسپارل شي، كه مجرم هرڅوك او په هره سطح وي، دوى به يې دوسيه وڅيړي او قانوني حكم به پرې صادركړي.