د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۲

مک کریسټال :له طالبانو څخه د حینو سېمو د نیولو هڅې روانې دي


په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د متحدو ایالاتو د قواو قوماندان وایي وسلوال طالبان د ولس ملاتړ نه لري او د افغانستان د حکومتي قواوو او د دوی ترمنځ همکاري د دې تهدید د له منځه وړلو لپاره کیلیدي اقدام دې.

په افغانستان کې د بهرنیو قواو عمومي قوماندان جنرال کرستال مک ستنلي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې وسله والوطالبانو په افغانستان کې وضعیت حساس کړې خو ډاډه دې چې دښه کیدو په خوا روان دې .

په افغانستان کی د ناټو او ایتلاف د قواوو عمومی قوماندان جنرال سټنلی مک کریستال وایی افغانستان ته تر راتګ وروسته د دې هیواد بیلابیلو سیمو ته د وضعیت د څېړنې لپاره ولاړ ، په ځینې ځایونو کې ستونزې وې خو په عمومي توګه حالات ترهغه ښه ورته څرګند شو چې مخکې له مخکې یی خبر ورته رسیدلی وو.

په افغانستان کې د امریکایي قواوواو د ناټوقوماندان وایي هلمند اوکندهار کې وضعیت سیمې ته د تازه امریکایي عسکرو له رسیدو سره د ښه کیدوپه حال کې دی ، د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات روان دي او د ځینو سیمود بیا نیولو هڅې کیږي.

جنرال ستنلي مک کریستال ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتود مخنیوي او د افغانانو د ملاتړ د خپلولو لپاره له خپلو قواو سره کار کوي، په خپلو عملیاتي پروګرامونو کې بدلون راولي او بڼه یې بدلوي.

دی زیاتوي په افغانستان کې د خلکو امنیت او مصونیت دوی ته تر هرڅه لومړیتوب لري.

جنرال مک کریستال په دې وروستیو کې د جنرال ډیويډ مکرنن پر ځای په افغانستان کې د ناټو او ایتلافی قواوو عمومي قوماندان ټاکل شوی دی . جنرال مک کریسټال په عراق کې هم د امریکا دمتحدو ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو قواوو قوماندان وو .

د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ ګیټس ویلي چې جنرال مک کریستل د عراق له تجربې څخه په افغانستان کی د وضعیت د ښه کولولپاره نوې لارې چارې غوره کولای شی.
XS
SM
MD
LG