چارواکو وویل پیښه هغه مهال رامینځ ته شوه چې د غه ساتونکي په کندهار ښار کی د مرافعې څارنوالۍ ودانۍ ته ننوتل څو یو بندي په زورخوشې او له ځان سره یې بوځي. خوکله چې دغه ځواکونه د څارنوالۍ له دفتر ه ووتل په دې وخت کې د دوی اوپولیسو ترمینځ ډزی پیل شوې.
د ډزو په تبادله کې د کندهار د امنیې قوماندان مل پاسوال مطیع الله قاطع او له جنایی پیښو سره د مبارزې مدیر او اولږ تر لږه درې نورپولیس ووژل شول او شپږ پولیس ژوبل شول.
له ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلاميې کې کرزي له ایتلافی ځواکونو وغوښتل چې د دی پیښې عاملان دې د کندهار امنیتي مسولينو ته وروسپاري.
د کرزي له دې غوښتنې وروسته، د کندهاروالي توریالي ویسا پرون په یوې خبرې غونډه کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو هغه یوڅلویښت افغان ساتونکي یې چې په کندهار کې په دې خونړۍ حمله که یې لاس درلود، تر نیول کیدو وروسته کابل ته واستول.
ولسمشر کرزي دا برید په کلکه غندلی او د کورنیو، د فاع وزیرانو، لوی څارنوال او د ملی امنیت ریس ته یې دنده سپارلی چې د پيښی د زیاتو جزیاتو په اړه څیړنه وکړي.
دافغانستان ولسمشر د اپیښه حکومت جوړونې ته جدي ګوزار بللی او له ایتلافی ځواکونو یې غوښتي دي چې د داسې کارونو مخه ونیسي چې په افغانستان کې د نظام د کمزورتیا سبب کیږي.
دامریکایي ځواکونو ویاند براین نارنیو وویل د امریکایي خاصوځواکونوپه ګډون د دوی هیڅ یو جزوتام په دې پیښه کې ښکیل نه دی.
په کندهار کی دا پیښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې په جنوب کې د ناتو د ځواکونو قوماندان په وروستیو کې وویل، سیمې ته د امریکا په زرګونو نوي محاربوي سرتیرو په ورتګ سره به ډیر ژر په کندهار او هلمند کې د وسلوالو طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي.

د بهرنیو ځواکونو هغه یوڅلویښت افغان ساتونکي یې چې په کندهار کې په دې خونړۍ حمله که یې لاس درلود، نېولې او کابل ته يې استولي.
توریالی ویسا