د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۰

ملیبند : په افغانستان کې د نړیوالو ماموریت ناکام نه دی


د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیرډیوید ملیبند
ملیبند په ایټالیا کي د افغانستان، ایران او منځني ختیځ په اړه جوړ شوي کنفرنس ته له روانیدو مخکي خبریالانو ته وویل د ناکامۍ خبره مطرح نده بلکې مسله برعکس ده.

په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانوخپل تاکتیکونه بدل کړي او په افغان او انګلیسي ځواکونو حملې کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل په افغانستان کې د شاوخوا څلویښتو هیوادونو عسکر خدمت کوي او دا مهال په هلمند کي د وسله والو فعالیتونو ته پام زیات شوی او له همدې امله نورامریکایي او افغان عسکر د انګلیسي ځواکونو مرستې ته ورغلي. دا د کوم چا د ملامتولو خبره نده. د اییتلاف معنی هم، همداده.

رویترز لیکی: د ۲۰۰۶ میلادي کال په نیمایی کې انګلیسي عسکر په هلمند کې ځاي په ځاي شول او ورو ورو یی خپل سنګرونه قوی ګړل. په تېرو دریو کلونو کي ددی عسکرو په موجودیت کي د هلمند ولایت امنیتي وضعي کې کوم مثبت بدلون ندی راغلی. په سیمه کي طالب وسله وال فعاله دي او بهرني ځواکونه نشي کولاي چي د اوږدې مودې لپاره په زیاتو سیمو واک ټینګ کړي.

امریکایی او انګلیسي قوماندانانو هم په سیمې کې دا ستونزه منلي ده.

آژانس زیاتوی : افغانستان ته د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما د نورو عسکرواستولو د پلان په اساس، دا مهال شاوخوا لس زره امریکایي عسکر په هلمند ولایت کې ځاي په ځاي کیږي او اصلي هدف دادی چی په افغانستان کي د جمهوري ریاست د انتخاباتوپه جریان کې ، په سیمه کې وضعه د ناتو ځواکونو له غوښتنې سره سم، ښه شي.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیويډ میلیباند پداسي حال کې چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو له توانمندۍ او کارونو څخه یي دفاع کوله ، دا یي هم ومنله چي په هوایي بمباریو کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې سره د عامو خلکو د زړونو خپلول له ستونزو سره مخامخ کیږي.

میلیبند وویل : د ملکي خلکو مرګ ژوبله یوه ستره ستونزه ده. دا یوازی بشري ضایع نه بلکه د نړیوالو ځواکونو د حیثیت مسله هم ده. مونږ په افغانستان کې ددي لپاره دیره یو چي د افغانانو حفاظت وکړو. ددي لپاره هلته نه یو چي د ملکي خلکو د وژنو پیښې دي وګورو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوی په مقصد، په افغانستان کي د ناتو او امریکایي ځواکونو د نوي قوماندان جنرال سټیلي مکریستال د اصولو هر کلی کوي.

د افغانستان پولې ته نږدي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده او طالب وسله والو په سنګرونو باندی د امریکا د بي پيلوټه الوتکو د بمباریو په اړه ډیوید میلیباند وویل پدي اړه باید چی د امریکا او پاکستان حکومتونه خبري وکړي. رویترز لیکی: انګلستان په قبایلي سیمو کې د بي پیلوټه الوتکو د بمباریو مخالفت کوي او وایي پدي کار سره د پاکستان د ځمکني تمامیت بشپړ درناوی نه کیږي.
XS
SM
MD
LG