د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۱

خبرونه

د ناټوقومندان : زموږځواکونه باید خپل سلوک بدل کړي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي قوماندان امريکايي جنرال ستنلي مک کرستل ويلي د امريکې او ناټو عسکر بايد په خپل سلوک کې بدلون راولي او ددې پرځاى چې په افغانستان کې خپلو حملو ته شدت ورکړي بايد د افغانستان د ملکيانو ساتنه يي لومړيتوب وي، او د خلکو زړونه خپل کړي .

ميک کرستل چې پرون يي په هلمند کې خپلو عسکرو ته وينا کوله وويل چې دى به ناټو او امريكايي ځواكونه په نوي پوځي فکر وروزي او په جګړو کې د ملکي افغانانو د وژلو د کمولو په اړتيا به يي پوه کړي .

تمه کيږي چي په څو ورځو کې به ميک کرستل د جګړو نوي اصول رسماً اعلان كړي .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ د پاکستان سوپرلیګ ۶م دور د ملتان ټیم وګاټه

د پېښور زلمي لوبډله

د پاکستان د کرکټ لوبې سوپر لیګ شپږم دور د ملتان ټیم وګاټه.

ملتان سلطان لوبډلې په پایلوبه کې چې د اماراتو په شېخ زاید سټډیوم کې وشوه، پېښور زلمي ټیم ته ۲۰۷ منډې هدف ورکړی و.

پېښور زلمي یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې. په دې ترتیب ملتان لوبډلې د ۴۷ منډو په توپیر دا فاینل وګاټه.

د پاکستان په سوپر لیګ کې دا وار په راشد خان او محمد نبي سربېره ځینو نورو ځوانو افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه چې له ډلې یې د ډېرو پام حضرت الله ځاځي ته وو.

ځاځي د پېښور په ټیم کې پنځه لوبې وکړې چې دری واره یې په کې چټکې نیمه سلیزې هم وهلي.

مچ مککانل: له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي 

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل غوښتي چې له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي.

ښاغلي مککانل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې.

هغه ویلي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په اوبو لاهو کوي.

مککانل ویلي، هیله من دی چې د بایډن اداره په افغانستان کې روان وضعیت او د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو د ځواکونو د را ایستلو پروسه وځنډوي.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په سهار امریکا ته ورسېد. لومړني بحثونه یې د امریکا د سنا جرګې له غړیو سره وو.

تمه ده ولسمشر غني نن د امریکا په وخت د ماسپښین په شااوخوا درېیو بجو چې د افغانستان د شپې دولس بجې کېږي په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.

کابل او شااوخوا سیمو کې یوه زوروره زلزله وشوه

کابل ښار

د افغانستان پلازمېنې کابل او شااوخوا سیمو کې نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) سهار وختي یوه زوروره زلزله وشوه.

د احتمالي زیانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د دې زلزلې کچه پنځه اعشاریه یو راپور شوې او مرکز یې له کابله شااوخوا ۶۰ کیلومتره لېرې چاریکارو ته نږدې یاد شوی.

د خواله رسنیو ګڼو افغان کاروونکو د دې زلزلې په اړه لیکلي چې ټکانونه یې زورور وو او دوی یې ویرولي.

په افغانستان کې چې ګڼ خلک یې په خټینو او غیر معیاري کورونو کې اوسي دغو ډول زلزلو پخوا خلکو ته زیانونه اړولي دي.

پکتیا چارواکي: د سیدکرم ولسوالۍ له طالبانو تصفیه شوه

د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د سقوط شوېو ولسوالیو د بېرته نیولو عملیات پیل شوي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن شپه ازادي راډیو ته وویل، افغان ګډو ځواکونو چې د ضربتي یا کمپاین په نوم مشهور د 'کي.پي.اېف' ځانګړي ځواکونه یې هم ملتیا کوي، په پکتیا کې د سقوط شوېو ولسوالیو د بیا نیولو علمیات پیل کړي.

مومند وایي، د عملیاتو په لړ کې د سیدکرم ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له موجودیت پاکه شوې چې پر مهال یې د لومړنیو مغلوماتو له مخې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

مومند وایي، افغان ځواکونه د مېرزاکې په نوم د یوې بلې سقوط شوې ولسوالۍ د نیولو په تکل مخکې روان دي او په خبره یې جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د ودانۍ یو شمېر اداري توکي مات کړي، ځینې برخې یې سوځولي او اسنادو ته یې زیان رسولی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پکتیا والي: وسله والو طالبانو یو دیني عالم وژلی

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، وسله والو طالبانو د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې یو تن دیني عالم نیولی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

دی وایي، مولوي فقیر محمد څمکنی د سیمې یو مشهور عالم و چې چهارشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شو.

په همدې ورځ وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې وه.

د سیمې اوسیدونکي وایي، وسله والو طالبانو یاد دیني عالم ځکه په نښه کړ چې د افغان سرتېرو جنازې یې کولې او د طالبانو د روان جنګ مخالف و.

دا دیني عالم وروسته له هغې د وسله والو طالبانو له لوري وژل کېږي چې د وسله والو طالبانو مشر په یوه خپاره کړي اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې ملکي خلکو، عامه ځایونو او له جګړې لاس په سر شویو سرتېرو ته زیان و نه رسوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

چارواکي: ننګرهار کې د برښنا د پايي ویجاړونکی د خپل ماین ښکار شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې تېره شپه د برښنا پايې ته یو تن ماين خښوونکی د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي، د سره رود ولسوالۍ پير صيب زيارت ته څېرمه يو کس چې غوښتل يې د برښنا پايې ته ماين ځای پرځای کړي، د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

که څه هم په دې اړه نور معلومات نه دي شریک شوي، خو تر دې وړاندې هم په ننګرهار سربېره په مرکز کابل او ځینو نورو سیمو کې د برښنا له لسو ډېرې پایې ویجاړې او الوځول شوي چې ورسره د ګڼو ولایتونو برښنا له له ستونزو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو درې ورځ راهیسې په جلال اباد ښار کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې خلک له دوه تر درې ساعتونو پورې له برښنا برخمن دي.

امریکا افغانستان سره د کرونا ضد واکسین ۳ میلیونه ډوزه مرسته کوي

د جانسن اېنډ جانسن واکسین

د امریکا متحد ایالات له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد واکسین میلیونونه ډوزه مرسته کوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې نوموړي ویلي، افغانستان ته به د جانسن اېنډ جانسن واکسین درې میلیونه ډوزه مرسته وشي.

دا مرسته داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د کرونا د ویا درېیمه څپه د خپرېدو په حال کې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۶۷ نور کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او په دې موده کې ۶۳ کسان هم مړه شوي دي.

د دې وزارت په وینا په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو رسمي شمېر له یولک او یوولس زرو اوښتی او د دې ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۴۵۱۹ کسانو ته رسېدلی دی.

څارونکي په دې باور دي چې په دې وبا د اخته کسانو شمېر ښايي تر رسمي شمېرو څو ځلي زیات وي.

امریکا د خپل پوځ لسګونه زره افغان ژباړونکي له افغانستانه باسي

ارشیف، هلمند کې یو شمېر امریکايي سرتیري له خپل افغان ژباړونکو سره

د امریکا حکومت په پام کې لري چې د امریکا د پوځ لسګونه زره ژباړونکي او نور هغه کسان چې د جګړې پر مهال یې په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره کار کړی له افغانستانه وباسي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې افشا شي خبر ورکوي چې وايي، په دې وروستیو کې بهر ته د هغو افغانانو د اېستلو کار چټک شوی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

یوې بلې سرچینې ویلي، د بایډن اداره په پام کې لري چې د سږني دوبي په پای کې او ښايي په اګسټ میاشت کې دا افغانان بهر ته ولېږدوي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د جمهوریپال غړي مایک مککاول له قوله خبر ورکوي چې وايي، دا افغانان ښايي متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته ولېږدول شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو پوځي ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووځي، د بایډن اداره له افغانستانه د دې افغانانو د اېستلو په برخه کې د کانګرس د غړو، پخوانیو پوځيانو او نورو له پرله پسې فشار سره مخامخ ده.

چارواکي: بلخ کې ۲ کانالونه استفادې ته چمتو دي

په بلخ ولایت کې د یولمرب او ګذرګلدره کانال پیاوړتیا او سوپر پسیچ پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بلخ ولایت کې د دوو کانالونو د تحکیماتو د پروژې چارې بشپړې شوي او دا کانالونه استفادې ته چمتو دي.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک تېره شپه(پنجشنبه-د چنګاښ ۳مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په بلخ ولایت کې د یولمرب کانال او د ګذره ګلدرې د سواحلو تحکیماتو پروژو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د اکټېد دفتر په مالي مرسته تطبیق شوه."

د ښاغلي خپلواک په وینا دا پروژه د شااوخوا ۴۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او له پنځوس زرو زیاتې کورنۍ ګټه ترې اخلي.

د اروپايي ټولنې او مسکو غونډه؛ روسیه: په اړه یې د وضاحت تمه لرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې او مسکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړېدو د وړاندیز په اړه ویلي دي تمه لري چې د دې غونډې د اجنډا او هدف په اړه وضاحت ورکړل شي.

سرګي لاوروف پرون د جون په ۲۴مه په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دی د دې وړاندیز څخه خبر شوی دی: "دا غوښتنه ولې اوس کېږي؟ ښايي په جنیوا کې د پوتین او بایډن له غونډې سره د وخت له پلوه ارتباط ولري. ښايي دا د دې نښه وي چې اروپايان غواړي خپله خپلواکي وښيي. کافي وضاحت نه شته دی او موږ له څه ویلو مخکې باید د دې وړاندیز جزییات ترلاسه کړو."

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جون په ۱۶ مه نېټه سره په جنیوا کې وکتل.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په درشل کې فرانسې او جرمني د جون په ۲۳مه د اروپايي ټولنې او مسکو د غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې د ځینو غړو له غبرګون سره مخامخ شو.

امریکايي سفیر جان سولیوان له ۲ میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان

په روسیه کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفیر جان سولیوان له دوو میاشتو وروسته مسکو ته ستون شو.

سولېوان پرون د جون په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې مسکو ته ستون شوی او د امریکا د بهرني سیاست د لومړیتوبونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو او اټکل وړ اړیکو د جوړولو لپاره د سفارت له ټیم سره همکارۍ ته چمتو دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې د ده په باور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل دی.

له دې څرګندونو وروسته په واشنګټن کې د روسیې سفیر د سلامشورو لپاره مسکو ته را وغوښتل شو چې هغه هم په دې وروستیو کې واشنګټن ته ستون شو.

بایډن او پوتین د جون په شپاړلسمه د امریکا او روسیې له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په هدف د هڅو په ترڅ کې به سفیران بېرته خپلو ماموریتونو ته ستنېږي.

د امریکا میامي کې یوه ودانۍ نړیدلې؛ ۹۹ کسان لا بې برخلیکه دي

د امریکا په میامي ښار نړیدلې ودانۍ

د امریکا په میامي ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه یو تن مړ شوی او د نورو ۹۹ کسانو د برخلیک په اړه جزییات نه دي ترلاسه شوي.

د چارواکو په وینا پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) نیمه شپه د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو د استوګنې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړېده.

د راپورونو له مخې د ژغورونکو ډلو سلګونه کسان په دې پېښه کې د ژوندیو کسانو د موندلو لپاره هڅه کوي. د دې ودانۍ د نړېدو علت نه دی معلوم.

د چارواکو په وینا لږترلږه ۳۵ کسان د ودانۍ له کنډوالو څخه ژغورل شوي خو دا وېره شته چې ښايي ځینې کسان مړه یا تري تم شوي وي.

د میامي دېډ سیمې کمېشنر ویلي چې د ده د اټکل له مخې په دې ودانۍ ۵۱ کسان اوسېدل.

چارواکي وايي، دې ودانۍ له ۱۳۰ زیات اپارتمانونه درلودل چې په شااوخوا اتیاوو کې یې خلک اوسېدل.

اروپايي اتحادیې پر بلاروس د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه

بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو غونډه

د اروپايي اتحادیې مشرانو په بلاروس کې د خلکو د ځپلو د پای ته رسېدو د غوښتنې ترڅنګ پر دغه هېواد د نورو اقتصادي بندیزونو پر لګولو سلا وکړه.

دوی نن د بروکسل په غونډه کې د بلاروس د زورواک واکمن الکساندر لوکاشینکا د رژیم پر لویو عایداتي سرچینو او د دغه هېواد د اقتصاد پر کلیدي سکټورونو بندیزونه تصویب کړل.

د لوکاشینکا رژیم د تېر کال د اګسټ میاشتې له لانجمنو انتخاباتو راوروسته په دې خاطر تر نړیوال فشار لاندې دی چې سیاسي مخالفان او خپلواکې رسنۍ په بې‌رحمانه ډول ځپي.

چین کې د افغانستان سفارت افغان کلتوري خونه پرانیسته

د افغانستان او چین بیرغونه

په چین کې د افغانستان سفارت په پیکېنګ کې افغان کلتوري خونه پرانیسته.

افغان سفیر جاوېد قایم ازادي راډیو ته وویل چې د دې خونې د جوړولو لپاره له یو کال راهیسې کار روان و.

افغان سفیر همداراز وویل چې د دې کلتوري خونې ترڅنګ د افغاني غالیو یو نندارتون د نندارچیانو لپاره پرانیستل شوی دی.

د ښاغلي قایم په وینا، د افغانستان د کلتوري خونې په پرانیستونکو مراسمو کې د چینايي چارواکو ترڅنګ د ۱۵ هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی و.

تمه ده جوبایډن سبا جمعه له ولسمشر غني سره وګوري

ارشیف، ولسمشر غني او ولسمشر بایډن، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا د افغانستان له ولسمشر محمدا شرف غني سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

ولسمشر غني، لومړی مرستیال یې امرالله صالح، د ملي مصالحې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمېر چارواکي تېره شبه له کابله له ولسمشر غني سره واشنګټن ته روان شول.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې رييس فضل محمود فضلي امریکا ته د ولسمشر د سفر په اړه د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "هغه ژمنې چې په تېرو دوو – درېيو میاشتو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ په اعلامیو کې خپرې شوي، زموږ د ولسمشر او د امریکا د ولسمشر ترمنځ د پراختیا، بشري مرستو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي او دیپلوماتیک ملاتړ د عملي کولو او نهايي کولو په اړه د نظرتبادله کېږي."

وسله والو طالبانو امریکا ته د ولسمشر غني سفر بې ګټې بللی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG