د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۹

د اتو ستروصنعتي هیوادونو چارواکي نن پر افغانستان خبرې کوي


د ایټالیا په تریستي ښارکې د اتو ستروصنعتي هیوادونو د بهرنیوچارو وزیران
ټاکل شوې چې د غونډې ګډون وال به چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم پکې برخه لري نن په افغانستان کې د ثبات راوستو پر مسله خبرې او سلا مشورې وکړي.

د ۵شنبې په ورځ د غونډې د پرانستلو پر مهال د کوربه هیواد اټالیا د بهرنیو چارو وزیر فرانکو فراتیني وویل چې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو د دخبرو د اجنډا اساسي موضوع د افغانستان مسله او په دغه سیمه کې د ثبات لپاره د نړی والو پر ژمنو خبرې او بحث دی.

خو د افغانستان په ګاونډي ایران کې د وروستیو لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې پورته شوې شخړې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډي زیاته توجه هم ځان ته اړولې ده.

ایران ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې وه خو ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیرمنوچهر متکي له غونډې نه یوه ورځ دمخه وویل چې هغه د ایټالیا په غونډه کې د برخې اخستو اراده نلري.

په دې غوڼده کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د تروریزم ضد مبارزې ،قاچاق ، د کډوالو پرمسلې ،او د سیمې د اقتصادي ستونزو او پر مختګونو په اړه خبرې ترسره کیږي.

د افغانستان او پاکستان لپآره د امریکا خاص استازې ریچرډ هولبروک ،د منځني ختیځ لپآره د واشنګټن ځانګړې استازی جورج میتشل ،او د اروپاي ټولنې د بهرني سیاست مسول خاویر سولانا هم په دې خبرو اترو کې برخه لري.

د افغانستان په اړه په ایټآلیا کې دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې نړی واله ټولنه په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو دمخه دغه هیواد کې د د اضافي ځواکونو په ځای پر ځای کولو سره د امنیت د ټینګښت لپآره پراخې هلې ځلې کوي.

دغه راز د اتوسترو صنعتي هیوادونو استازي او نړی وال په افغانستان کې د پوځي ستراتیژۍ تر څنګ د ملکي ماموریت په پراخوالي هم ټینګار کوي او په دې لړ کې هڅې کیږي چې په افغانستان کې د بیارغونې لوی کارونه ترسره شي او د مرستندویه هیوادونو تر منځ هم اهنګي زیاته شي.
XS
SM
MD
LG