سكېټ مستطيل شكله تخته ده چې څلور كوچنۍ عرابې يا ټايرونه لري او لوبغاړى پر تخته درېږي او مخته ځي چې د پښو په مرسته خپل حركت كنټرولوي.
د دې لوبې د پنځه ويشتو ورزشكارانو تر څنګ شپږو نورو بهرنيو ورزشكارانو له امريكا، هالنډ او اسټراليا څخه په دې ننداره كې ګډون درلود.
دا لومړى ځل دى چې په افغانستان كې د المپيك كمېټې په چوكاټ كې د سكېټ لوبې داسې يوه ننداره جوړېږي.
د افغانستان د المپيك ملي كمېټې مشر د دې نندارې پر وخت ازادۍ راډيو ته وويل د كابل په غازي سټوډيم كې يې د دې لوبې لپاره د يوه جلا جمنازيوم د جوړونې كار مخكې پيل كړى چې په دوو مياشتو كې به يې كارونه بشپړ شي.
د المپيك ملي كمېټې مشر ظاهر اغبر د دې لوبې دغه ننداره په افغانستان كې د سوله ييزې فضا يوه نښه وګڼله او ويې ويل كه څه هم سكېټ په دې هېواد كې دومره سابقه نه لري خو اوس خلكو له دې لوبې سره مينه پيدا كړې ده:
”موږ د ځوانانو د تشويق او د سكېټ لوبې د نندارې لپاره سره راټول يو چې خلك دا لوبه په افغانستان او نوره نړۍ كې وويني، د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه زيات مهال ډول- ډول تبصرې كېدې، خو اوس غواړو نړيوالې ټولنې او نورو ته وښيو چې ځوانان په سكېټ او نورو لوبو اخته دي، دا لوبه په نوره نړۍ كې پنځوس كلنه ده چې په نوره نړۍ كې زيات مينه وال لري زه په دې باور يم چې دا لوبه به ژر وده وكړي“
د سكېټ لوبې يوه لوبغاړي شمس راضي چې نورو ځوانانو ته دا لوبه ښيي وايي كله چې د دې لوبې بهرني ماهرين افغانستان ته راغلي ده ورڅخه زده كړه كړې او اوس نور افغان ځوانان روزي:
”په مجموع كې داسې شاګردان شته چې په درېيو ډلو وېشل شوي دي، يوه په مكروريانو، بل په نوي ښار او بله په روزنتون كې لوبې كوي، تقريبا سل شاګردان لرو، هغه لوبه ده چې بېلابېلې بڼې وركولاى شو“
كه څه هم افغان ورزشكاران وايي زياتې ستونزې لري خو بل لوري ته اكثره ځوان ورزشكاران وايي دوى په كمو امكاناتو خپلې لوبې كوي چې په تېرو دوو كلونو كې همدغو افغان ځوانانو په ملي او نړيواله كچه خپل هېواد ته زياتې برياوې راوړې دي.