په انګلستان کې خپریدونکې ورځپاڼې ګاردین په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې بدلیدونکي جګړه – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکي:
دا ریښتیا ده چي پاکستان بالاخره له بنسټ پالو ډلو سره د خپلو دوه مخو اړیکو خطر ته متوجه شوی او د طالبانو په ضد یې په پوځي عمل لاس پوري کړی.
خو پوځ دا کار په داسې ډول کړی چې ملکي خلکو ته یی ستره مرګ ژوبله اړولې او دو مره زیات شمېر خلک یي هم بي ځایه کړي چې ممکن په تدریجي ډول ددوی پر ضد شي.
دا هم سمه ده چې امریکا او متحدینو یې د وسلوالو په وړاندې خپل هدفونه له سره تعریف کړي او د زیات شمېر وسلوالو د وژلو په ځای یې د ملکي خلکو ساتنه د کار لومړیتوب دی.
د ورځپاڼې په باور دا هم ریښتیا ده چې افغانستان ته دا مهال زیات پام اړول شوی او په تیورۍ کې خو داسې ښکاري چې د ځینو سیمه ایزو حکومتي ارګانونو د تقویه کولو او سمې حکومت دارۍ کار تر لاس لاندې دي او دا هغه حکومتونه دي چې یا خو د کابل چارواکو له پامه غورځولي او یا هم په اداري فساد کي ښکیل دي او طالبانو له دي نقیصې څخه ګټه اخیستي ده.
ورځپاڼه لیکي: په همدغو سیمو او سیمه ایزو حکومتونو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاین استازي د فرصت په ځای له پیچیلتیا سره مخامخ دي.
د ورځپاڼې په باور:
افغانستان یا د حامد کرزي په ځای بل مشر ته او یا خو یوه بدل شوي کرزي ته اړتیا لري. خو له حالاتو څخه داسې بریښي چې د انتخاباتو په کمپاین سره ممکن دا یو هم عملي نه شي.
کرزي چي د بري په مقصد کوم ایتلاف او یا متحدین په ځان راټول کړي، هغوی ممکن نور هم حکومت خراب کړي.
په امریکا کې خپریدونکي فارین پالیسي خپرونې په پاکستان کې د وسلوالو او پوځ تر منځ د روانو شخړو او جګړو په اړه یوه مقاله لیکلې او د تحلیل په یوې برخې کې یي لیکی :
پاکستان په سوات او ملکنډ کې د فيډرالي حکومت د واک د بیرته ټینګولو په مقصد باید چي یاغي شوي سیمې او تاسیسات بیرته ونیسي.
ددغو سیمو د نیولو لپاره د پوځ روانې هلي ځلي کافي نه بریښي.
په یادوشویو سیمو کې ګټور قضایي او مدني سیستمونه نه شته چې د ځایي خلکو اړتیاوې پوره کړي او دغه راز په سیمه کې کافي شمېر پولیس او امنیتي ځواکونه هم نه شته چې ملکي خلک د طالبانو له شره په امن کې وساتي.
فارین پالیسي خپرونه لیکي:
تمه ده چې پاکستاني چارواکي به د سوات او شاوخوا سیمو د بې ځایه شویو خلکو د بیرته ستندیو لپاره یو منظم حکومتي پلان جوړ کړي.
مګرد پاکستان پوځ ددې کار لپاره نه روزل شوی او نه هم د پاکو شویو سیمو د ساتني لپاره کافي تجهیزات لري.
فارین پالیسی لیکي:
د سوات او شاوخوا سیمو په ستونزو برسېره د پاکستان پوځ دا مهال له بونېر او ډیره اسمعیل خان نه نیولې تر جنوبي وزیرستان پورې د بیت الله مسيد او د هغه د وسلوالو د لرې کولو اوله منځه وړلو کارهم په مخکي لري.
ددي کار لپاره ممکن د پاکستان پوځ له پخواني تاکتیک څخه کارواخلي او قومي مخالفین ممکن د پیسو په واسطه یو د بل په ضد وجنګوي.
پوځ به د بیت الله مسید د لرې کولو لپاره د وزیرو د احمد زیو د قوم مشرملا نظیر تقویه کړي.
د خپرونې په باور دا کار خطرناک هم دی، او داځکه د مسیدو هغه قومي کسان چې د بیت الله ملاتړ نه کوي، ممکن د پاکستان د حکومت په ضد ودریږي او قومي جګړه به پیل شي.
او کله چې د پاکستان پوځ په قومي شخړو کي ښکیل شي نو دطالبانو مشران به په اسانۍ سره په خلکو کي ځانونه پټ کړي.

ګارډین

فارین پالیسې