د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د ایران حکومت په مظاهرو کې بهرنیان په لاس لرلو تورن کړل


د ایران د پخواني ولسمشرهاشمي رفسنجاني لور فایزه هاشمي
د ایران د پخواني ولسمشرهاشمي رفسنجاني لور فایزه هاشمي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې غرب د هغومظاهره چیانو ملاتړ کړیدی چی د انتخاباتو د رسمي نتیجو په وړاندې چې په نتیجه کې یې محمود احمدی نژاد ګتونکی بلل شوی دی، په واټونو کې مظاهرو ته مخه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې په دې مظاهرو کې د بهرانیانو د لاس درلودو خبره کوی چې د ایران د انتخاباتو څارونکي ارګان اعتراف وکړ چې درایو په شمیرلو کې یو لړ بی نظمیۍ شوي دي خو له دې سره سره وایی چې هغه به د احمدی نژاد پربری کوم تاثیرونه لری.

په ایران کې د جون د دولسمې نیټې انتخاباتو، په واټونو کې سترو مظاهرو ته زمینه برابره کړه چې له اسلامی انقلاب راهیسې په دیرشو کالو ک
په تهران کې د تیرې شنبې د ورځې په قهرجنو مظاهروکې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ په اخ وډب کې لږ ترلږه لس نفره ووژل شول او په سلګونو نور هم ژوبل شول.
ې یې ساری نه لیدل کیږي.

د اپوزیسیون د یوه مهم مشر میرحسین موسوي په سلګونو زره ملاتړي چی د رایو پرنتیجو په قهر وو او وایی چې د احمدی نژاد په ګټه درایوپه شمیرلو کې لاس وهنه شوې ده، واټونو را ووتل.

په تهران کې د تیرې شنبې د ورځې په قهرجنو مظاهروکې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ په اخ وډب کې لږ ترلږه لس نفره ووژل شول او په سلګونو نور هم ژوبل شول.

ایراني چارواکوچې مظاهره چیان یې تروریستان او وران کاران بللی، د بهرنیو چارووزارت یې د دې مظاهرو ملامتي پر لویدیځوالو واچوله.

ددې وزارت ویاند هاشم قشقاوی وویل: ( ډیرو اروپایي هیوادونواوامریکا د دې پرځای چی خلک دې ته وهڅوي چې له دیموکراتیکو وسیلو کارواخلي او دوی ددې پرځای چی په خپلو بیانونو کې پرقانونی لارو چارو تاکید وکړي، عموما د اغتشاش کونکو او فرصت طلبانو ملاتړ کړی دی.)

پر بهرنیو هیوادونو دایراني مقاماتو له د غه وروستیو تورونو دمخه، دایران ستر مذهبي مشر ایات اله علی خامنه یي د تیرې جمعې په ورځ لویدیځ قدرتونه په دې تورن کړل چی په ایران کې د ګډویود رامینځته کیدو لپاره یې دغه مظاهرې تنظیم کړي دي.

چارواکو دغه راز بهرنۍ خبري رسنیۍ هم په دې تورنې کړیدي چې دغه پاڅون ته پکی وهي.
په تهران کې د موسوي په پلیویتوب مظاهره


د بهرنیو رسنیو پر ضد اقداماتو په ترڅ کې ایراني چارواکو په تهران کې د بي بي سي دایمي خبریال ته امر ورکړی چی له هیواده ووځي او د نیوزویک مجلې هم وویل چی یو خبریال یې نیول شوی اودوی یې په اړه تراوسه هیڅ معلومات نه لري.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دوید ملی بند وویل چې د لانجمنو انتخاباتوپه اړه هره هغه هڅه چې ګواکې دا د ایران او نوروهیوادونو ترمینځ جګړه ده، هیڅ ډول اساس نه لري.

هغه وویل لویدیځو دولتونو ایراني چارواکو ته دا په ډاګه کړی وه چې د انتخاباتود عادلانه نتایجو د یقیني کولو لپاره باید خپل مسولیت پرځای کړي او ایرانیانو ته اجازه ورکړي چې په اساسي قانون کې له خپلو حقونو څخه په استفاده، د خشونت له ویرې پرته، سوله ییزې مظاهرې ترسره کړي.

له دې مخکې د جرمنی صدراعظمې انګیلامیرکل د تیرې یکشنبې په ورځ ورته څرګندونې کړې وې خو ورسره جوخت یې د رایو د بیا شمیرلو غوښتنه هم کړې وه.

هغې زیاته کړه : ( زما په نظر، شک په ډیرې اسانی سره هله لیرې کیدلی شي چې رایې بیا وشمیرل شي څو نتایج شفاف شي او که ضروري وي داکار دنړیوالو څارونکو په مرسته ترسره شي. په دې صورت کې به اعتماد بیرته اعاده شي. زما په نظر دا د دغی ستونزې د هواري ترټولو غوره او اسانه لار ده.)

د رایې په شمیرلو کې د بط نظمیو په اړه د ایران شوراې نګهبان چې د بایلونکو کاندیدانو شکایتونه څیړي، د یکشنبی په ورځ ناڅاپه دا ومنله چې د جون د دولسمې نیټې په انتخاباتو کې یولړ بې نظمۍ شوي دي.

دشوراې نګهبان یوه ویاند عباس علي کد خدای وویل په ځینو انتخاباتي حوزو کې د مستحقو رایی ورکونکو په نسبت، ډیرې رایې صندوقونه ته اچول شوي دي.

خو نوموړی وویل چې دغه بی نظمی یواځې په پنځوسو ښارونو کې شوې او هغه د دریو ملیونو مشکوکو رایو موضوع ده چې د نوموړي په وینا د انتخاباتو په نهایي نتیجې به کوم تاثیرونه لري.

د مخالفینو د عمده مشر میرحسین موسوي لپاره یواځې د رایوبیا شمیرل، کافی ندی بلکه هغه د ټولو رایو د باطلیدو اود انتخاباتو د بیا ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.

موسوي دغه رازویلي دی چې دې غوښتنې ته تر رسیدو پورې به له سوله ییزو مظاهرو لاس وانخلي.
XS
SM
MD
LG