د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د نړیوالوځواکونوقومندان د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې کوي


په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو نوی قومندان جنرال مک کریسټل
په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو نوی قومندان جنرال مک کریسټل
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپورله مخې هغه وویل حتی که ځواکونه یې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې هم ښکیل وي، او ولیدل شي چې جګړه د خلکو د هستوګنې په سیمه کې ده، نو به هم له محدودوهوایيي حملو څخه کارواخیستل شي. اکثرا لیدل شوي چې ملکي تلفات په دغسې حالاتو کې رامینځته شوي دي.

دنوموړی په وینا په تیره بیا پر هغو کورونو یا ودانیوبه چی ګومان کیږی وسله والو مخالفینوبه پکی ځانونه پټ کړی وی، دبمباری لپاره سخت مقررات په پام کی نیول شویدی.

د نیویارک ټایمز له راپورسره سم جنرال مک کریستل تیره اونی خپلولوړرتبه افسرانو ته د یوه ویډیوی کنفرانس له لاری په خبرو کی وویل چی که موږ په مسولیت سره له هوایی ځواک څخه کار وانخلو نه کاروو، په حقیقت کی موږ خپلی پیښی په تبر وهوځکه له هوایی ځواک څخه غیرمسولانه استفاده زموږ د بربادی باعث هم ګرځ نو دبی پروایی په صورت کی به موږ دا جګړه وبایلو.


مک کریستل وویل، که موږ پر یوی ودانی ډزی کوی نو هغه باید یوازې زموږ د ځواکونو د مصونیت لپاره وی او زه غواړم چی تاسو ټول باید دا درک کړی.

جنرال مک کریستل په افغانستان کی په پوځی عملیاتو کی پر هوایی بمباریو د نویو قیوداتو خبره په داسی حال کی کوی چی د ځواکونو د امنیت په نامه د ددغو واجبی بمباریو په ترڅ کی تراوسه په سلګونو ملکیانو ته تلفات رسیدلی دی.
مک کریسټل : پر هغو کورونو یا ودانیوبه چې ګومان کیږي وسله والو مخالفینوبه پکې ځانونه پټ کړي وي، دبمبارۍ لپاره سخت مقررات په پام کې نیول شوي دي.


د ملکی تلفاتو پر دوام افغان حکومت هم ډیر په قهر دی اودامریکا او د ناتو پرځواکونویی انتقاد کړی چی د ولسی خلکو ژوند ته ډیره پاملرنه نه کوی.

نیویارک ټایمز لیکی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو پخوانی قوماند ان جنرال دیوید مکرنیین د تیری دسمبر په میاشت کی له هوایی ځواک څخه د کاراخیستو نوی مقررات وضع کړل چی له مخی یی په پوځی عملیاتو کی باید له مناسب هوایی ځواک څخه چی ملکیانو ته دمرګ ژوبلی خطر پکی ډیر لږ وی، کارواخیستل شی.

جنرال مک کریستل دغه نوی شرایط او مقررات وروسته له هغه وضع کوی چی تیره میاشت په فراه ولایت کی د امریکایی ځواکونو په هوایی بمباری کی په لسګونه ولسی خلک ووژل شول.

د پنتاګون له خوا ددی پیښی په اړه په څیړنه کی معلومه شوه چی په دی بمباریو کی چی له جت جنګی او بی یو بی بم غورځونکو الوتکو څخه کاراخیستل شوی وو، د څلورو هوایی بمباریو لږترلږه دوو یی ملکی خلکو ته ډیر تلفات اړولی وو.

پنتاګون وویل چی الوتکو مشکوک وسله وال په نخښه کړی وو چی کورونوته ننوتل خو په دی اړه یی چی بمباری به ملکی خلکوته زیان و رسوی که نه، سمه ارزیابی نه وه کړی او نه یی هم دا یقینی کړی وه چی ایا دکور دننه به ولسی خلک وی اوکه نه؟
د پنتاګون په رپوټ کی ویل شوی چی ملکی خلکو ته به په همدی کورونو کی تلفات اوښتی وی.

د امریکا ددفاع وزیر رابرت ګیتس د تیری دسمبر په میاشت کی په تیره بیا د ملکی وګړوپر سر دراپورته شوی لانجی د هواری لپاره د نویو مقرراتو امر ورکړی وو.

ګیتس په وروستیو کی کابل ته په تازه سفر کی وویل چی امریکایی ځواکونه باید د ملکی تلفاتو په صورت کی ډیر ژربخښنه وغواړی او د قربانیانو کورنیوته تاوان ورکړی حتی که د پیښی د څرنګوالی په اړه دقیقه څیړه هم نه وی شوی.

ګیتس له افغان ولسمشر حامد کرزی سره تر لیدو وروسته وویل زما په نظر زموږ لپاره اساسی ټکی دادی چی په دغسی نادرو پیښو کی چی اشتباوی شوی وی باید له خلکو بخښنه وغواړو اوقربانیانو ته سمدستی تاوان ورکړو او وروسته بیا د پیښی په هکله بشپړ تحقیقات ترسره کړو.
XS
SM
MD
LG