د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

د کابل ورځپاڼو ته کتنه


په کابل کې زمونږ همکار حمید مهند دا ورځپاڼې لوستې او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

ویسا:

دې ورځپاڼې په هیواد کې د کاندیدانو ترمنځ روانو انتخاباتي مبارزو ته په اشارې لیکلي دي، چې صبغت اله مجددي او اصف محسني له خپلو پلویانو غوښتي، چې په راتلونکو انتخاباتو کې له ولسمشر کرزي نه ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د برطانیې د یو جګ پوړي پوځي چارواکي په نقل لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددغه هیواد ستراتیژي له ماتې سره مخامخ ده.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې برطانیې هلمند د نړۍ د نشه يي توکو په یو ستر مرکز بدل کړې او د نشه يې توکو په خلاف د لندن سیاست یوه فاجعه ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د برطانیې ددغه جګ پوړي پوځي چارواکي په څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې دا اعترافونه اصلا په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ماتې او غلطیو اعتراف دې.

انیس:

دې ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د خپلواکو راډیو ګانو د ټولنې له یو شمیر غړو سره د ولسمشر کرزي د لیدنې خبر ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې د افغانستان حکومت د مطبوعاتو او د بیان ازادۍ ته ژمن دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راستانه شویو کډوالو په ستونزو تبصره کړې او دا سپارښتنه يې هم کړې، چې ددوې ستونزې د سرپناه او د کار په ورکولو سره هواریږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په هیواد کې د خلکو اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې او د اقتصاد د وزیر په حواله يې لیکلي دي، چې اساسي اقتصادي ستونزه د کورنیو عوایدو د کچې ټیټوالې دې.

افغانستان ټایمز:

دې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د غیر مسؤله وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو په روان بهیر تبصره کړې او ددوې بې وسلې کول یي د امنیت لپاره اساسي شرط بللې دې.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د پاکستان روانو حالاتو ته کتنه کړې، چې د ورخپاڼې په وینا د یوې انارشي په لور روان دي.

ورځپاڼې خپل نننې کارټون په افغانستان کې د ازادو رسنیو اوسنې حالت ځانګړې کړې، چې پکې د رسنیو اوسنې حالت د مات قلم تړلو سترګو او ګنډلې خولې په بڼه انځور شوې دې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې دا ځلې هم خپله سرمقاله د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، سره له دې، چې د انتخاباتي کمپاینونو له پیل نه یوه اونۍ تیریږي خو لا هم د کاندیدانو تګ لارې ندي روښانه شوي.

ورځپاڼې په ایران کې د انتخاباتو د نتایجو په سر روانې لانجې هم په یو مطلب کې راخستي او لیکلي دي، چې په تهران کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ په اخ وډب کې لس کسه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

دې ورځپاڼې هم په هیواد کې د خلکو روانو اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې او لیکلي دي، که چیرې کورني تولیدات وکارولې شي نو ملي اقتصاد بیاوړې کیږي.

اصلاح او هیواد:

دې دولتي ورځپاپو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې هم د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونو مسله راخستې، او لیکلي دي، چې کاندیدان باید د خپلو مبارزو په مهال د هیواد لوړو ګټو ته ژمن اوسي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې د هیواد راتلونکې مشر باید د ملي ګټو ساتونکې او د خلکو ملاتړې وي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په ایران کې د انتخاباتو د نتایجو په سر پورته شویو لانجو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د افغان دولت اندیښنې راخستی دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي، چې افغان دولت له دې امله اندیښمن دې، چې پر ایران د لویدیځ مخ په زیاتیدونکي فشارونه به ایران په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد غچ اخستنې ته وهڅوي.

ورخپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي، چې په تیره یوه اونۍ کې په هیواد کې د وسلوالو مخالفینو په حملو کې کمی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG