د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

نړیوال بانک د افغانستان لپاره خپله نوې موقته ستراتیژي اعلان کړه


په واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي ودانۍ
په واشنګټن کې د نړیوال بانک مرکزي ودانۍ

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیسې مریم جی شرمن خبریالانو ته وویل چې د دې ستراتيژۍ له مخې به نړیوال بانک په راتلونکو دریو کلونو کې له افغانستان سره شپږ سوه ملیونه ډالره مرسته وکړي.

نوموړې همداراز ویلي چې تراوسه پورې د نړیوالې ټولنې له دریو نه دوه برخې مرستې د افغان دولت له بودیجې بهرمصرفيږي ، چې دې کار د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
نوموړي خبري کنفرانس ته په وینا کې ووېل:

"دغه ستراتیژي د هغو مرستو دوام دی چې په تیرو څو کلونو کې نړیوال بانک له افغانستان سره خلکو ته د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې کړي دي.
نړیوال بانک له افغانستان سره څه کم دوه ملیارده ډالره مرسته کړې چې ټولې یې د افغان دولت د بودجې له لارې لګولي دي.


د مثال په توګه روغتیا او پوهنه، د کلیو له پراختیا سره مرسته، چې اکثره غریب افغانان پکې اوسیږي ، همدا راز په افغانستان کې د خصوصي سکتور پرمختګ ته زمینه برابرول."

نوموړي وویل، نړیوال بانک له دې امله د افغانستان لپاره لنډمهاله ستراتیژي رامنځ ته کړه چې دغه هیواد تراوسه پورې له جګړې څخه نه دی راوتی.

شرمن وویل، د ۲۰۰۲ کال راهیسې نړیوال بانک له افغانستان سره څه کم دوه ملیارده ډالره مرسته کړې چې ټولې یې د افغان دولت د بودجې له لارې لګولي دي.

نوموړې وویل، تر اوسه پورې د نړیوال ټولنې له دریو نه دوه برخې مرستې د افغان دولت له بودیجې نه بهر د مرسته کوونکو له خوا په تیت اوپرک ډول ترسره کیږي، چې دا کار د دولت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

شرمن په دې ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې مرستې دې نورې د افغان دولت د بودیجې له لارې ولګيږي او ویې ویل:
د ظرفیتونو ټيټوالی نور ددې بهانه او دلیل نشي کیدای چې پر افغان دولت دې سترګې پټې شي.

په افغانستان کې اکثره اقتصاد پوهان له دغه هیواد سره د نړیوال بانک مرستې ګټورې بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی استاد سید مسعود د نړیوال بانک د نوې ستراتیژۍ په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"زه فکر کووم، دغه نوې ستراتيژي په دې اساس جوړه شوې ده، چې پخوانۍ نیمګړتیاوې بیا تکرار نشي.

راځئ چې ځان ځاني پریږدو او د پروژو په مسایلو کې افغانان هم شریک کړو.

که مو فکر کړای وي، پخوا به افغانان په پروژو کې شریک نه وول، په دې معنی چې نړیوال بانک به یوازې هغه پروژې تمویلولي چې د دوی په نظر به ښې وې او د افغان دولت د نظر له په پام کې نیولو پرته به یې تاییدولې."

په افغانستان کې اکثره خلک هم د بیارغونې د پروژو د کیفیت او د مرستو د لګولو په تګلارې انتقادونه کوي.

دوی وايي، په تیرو څو کلونو کې له افغانستان سره په ملیاردونو ډالرو مرسته وشوه خو بیا هم اساسي پراختیايي پروژو ته دومره پاملرنه نه ده شوې او نه یې هم د عامو افغانانو پر ژوند ژور تاثیر راڅرګند شو.
XS
SM
MD
LG