د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

كابل كې د صادراتو د ودې لپاره يو كنفرانس جوړ شو


د افغانستان د مالي ، اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو او یو شمیز سوداګرو په دې کنفرانس کې برخه لرله
د افغانستان د مالي ، اقتصاد او سوداګرۍ وزیرانو او یو شمیز سوداګرو په دې کنفرانس کې برخه لرله

د یکشنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د صادراتو د ودې او پرمختګ تر نامه لاندې يو كانفرانس جوړ شو چې په كې د افغان سوداګرو په ستونزوپر ستونزو خبرې وشوې.

د كانفرانس هدف دا و چې د افغانستان كورنيو توليدات ته بازار او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره يو شمير لاري چاري وموندل شي.

په دغه كانفرانس كې چې د يكشنبي په ورځ جوړ شوى و د افغانستان د يو شمير ولايتونو څخه هم سوداګر راغلي وه او د سوداګرو د فعاليتونو پر ودې او پرمختګ باندې يې خبرې كولې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزير وحيدالله شهراني په دغه كانفرانس كې وويل، دوى كوښښ كوي چې د افغانستان صادرات وده وكړي:

"د نني كانفرانس اصلي هدف دا و چې د صادر كونكو سوداګرو په ستونزو باندې خبرې وشي او ورته د حل لارې چارې وموندل شي، مونږ ژمنه كوو چې له ټولو امكاناتو څخه په استفادې به له تاسو سره مرسته وكړو."

نوموړي زياته كړه، تېر كال افغانستان د ۵۴۸ ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل او برعكس د درې ميلياردو ډالرو څخه زيات واردات يې هم درلودل.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال هم په دغه كانفرانس كې وويل چې د افغان سوداګرو او پانګوالو د هڅو او كوښښونو له كبله د افغانستان په اقتصاد كې د پام وړ پرمختګ شوي او تمه ده چې سږ كال په دې برخه كې ۱۵ په سلو كې نور ښه والى هم رامنځته شي.

د پكتيا ولايت يو تن سوداګر حاجي محمد ياسين د سوداګري په برخه كې له خپلو ستونزو داسې يادونه وكړه:

"د جنوب شرق د زون اكثره ميوې پاكستان ته صادروو، په لارو كې ډېرو ستونزو سر مخ يو، سركونه پاخه نه دي، هره ميوه چې له همدې لارې پاكستان ته رسيږي، له ګرد او خاورو ډك وي او په ماركيټ كې يې په نيمه بيه هم څوك نه اخلي.

بله ستونزه چې موږ وسره مخ يو، هغه د كرنې لپاره د اوبو نشتوالى دى، تراوسه زموږ يو مشكل هم نه دى حل شوى."

دا دوهم ځل دى چې د افغانستان د سوداګري د ودې تر نامه لاندې په كابل كې يو كانفرانس جوړيږي.

كه څه هم افغان چارواكي د سوداګري په برخه كې د زياتو پرمختګونو دعوا كوي خو يو شمير ملي سوداګر سرټكوي چې د دوى په وړاندې ګڼي ستونزې پرتې دي چې په سر كې يې امنيتي ستونزې دې.

كارپوهان وايي كه د افغانستان كورنيو توليداتو ته ښه ماركيټ وموندل شي نو په دې توګه به د افغانستان ملي پانګوال نور هم وهڅول شي، صادرات به هم وده وكړي او په ترڅ كې به يې په رښتيا هم د افغانستان او افغانانو په اقتصاد كي يو مثبت بدلون رامنځته شي.

په كابل كې د امريكا سفير او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي كاي ايډه هم څو ورځي دمخه په افغانستان كې له ټولو بهرنيانو څخه وغوښتل چې د بهرنيو توليداتو پرځاى دې د افغانستان له كورنيو توليداتو څخه استفاده وكړي څو ګټه يې افغانانو ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG