ښاغلي بارک اوباما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید د افغانانو لپاره بهتره کار وکړي او افغانان پوی شي چې د دوی له هیواد سره کېدونکې مرستې څرنګه مصرفېږي .
د امریکا ولسمشرزیاته کړه، هغه کسان چې غواړي له جنګه لاس واخلي او سوله وکړي باید غېږ ورته پرانستل شي او په ټولنه کې ومنل شي .
د امریکا ولسمشرهمداراز ویلي چې افغانستان لا هم له خپلوګاونډیانو سره ګډ کار ته اړتیا لري څو په سیمه کې امنیت ښه شي.
ده ټینګار وکړ چې امریکا به د افغانستان په انتخاباتو کې بې پرې وي خو ویې ویل چې د ښه مشر په غوره کولو کې به د افغانستان د خلکو د حق ملاتړ وکړي او ډاډ ورکوي چې د دوی راتلونکی ولسمشربه د امریکا ښه شریک وي .
ولسمشراوباما زیاته کړې چې دوی د افغانستان د انتخاباتو د مسوولانو له کارونو خبر دي اوملګري ملتونه له افغانانو سره د منصفانه، خوندي او ډاډمنو انتخاباتو په ترسره کولو کې له افغانانو سره مرسته کوي . څو کاندیدان په عادلانه توګه له رسنیو څخه استفاده وکړي، ازاد سفر وکړي او کمپیان ترسره کړي .
د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې ولسمشراوباما د روان کال په جنورۍ کې د امریکا د ولسمشرۍ د چوکۍ له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي له بیا غوره کېدو سره مخالف وو.
خو ویل کېږي چې حامدکرزي چې د ۲۰۰۴ کال انتخابات یې ګټلي ، له وروستیو احصاییو سره سم خپل نفوذ زیات کړی دی .