د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

تېرکال په هرات کې ملکي تلفات درواغجنو راپورونو له امله وو


ولسمشر کرزی د شینډنډ له پېښې څه موده وروسته دې ولسوالۍ ته ورغی او د بمباریو د قربانیانو له کورنیو سره يي غمشریکي وکړه.
ولسمشر کرزی د شینډنډ له پېښې څه موده وروسته دې ولسوالۍ ته ورغی او د بمباریو د قربانیانو له کورنیو سره يي غمشریکي وکړه.
دا یوساعته مستند فلم، چې اسوشيتيدپريس خبري اژانس برابر کړی او د دوشنبې په ورځ د برتانيې د څلورم ټلويزيوني چينل له خوا خپرېږي، هغه صحنې ښيي چې په هغو کې د هرات ولايتي محکمه د سیالې قبيلې مشر، محمدنادر، چې امريکايي ځواکونو ته يې غلط راپور ورکړی، د اعدام په سزا محکوموي. امريکايي ځواکونو د ده د راپور له مخې پر عزيزاباد بمباري وکړه او د دې کلي يونوي بېګناه ملکي وګړي يې ووژل.

خو د امريکا د پوځ مرکزي قرارګاه د محکمې له حکم سره سره لاهم پر دې خبره ټينګار کوي چې دوی پردې سيمه په هوايي حمله کې د دوه ويشتو طالبانو ترڅنګ درې دېرش ملکي کسان وژلي دي.

د هرات محکمې محمدنادر د قتل په تور محاکمه کړ او قضايي هیات وویل چې ده په لوی لاس د عزيزاباد کلي په اړه امريکایي ځواکونو ته غلط معلومات ورکړي دي. د سيمې اوسېدونکو په محکمه کې د محمدنادر پرضد شهادت ورکړ او ويې ویل چې دی يې د حملې په وخت کې له امريکایي ځواکونو سره يوځای لیدلی دی.

محمدنادر د محکمې د حکم په وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده.

دا ټلويزيوني فلم همداراز ښيي چې خاص امريکايي ځواکونه له سیمه ايزو پولیسو سره د سیالې قبیلې د هغو دريو کسانو په نيولو کې چې د عزيزاباد د يوه اوسېدونکي په شکنجه او وژنه تورن دي له همکارۍ ډډه کوي. د کلاسک کلي درې واړه تورن اوسېدونکي، په شینډنډ کې د امريکايانو په اډه کې د ګارډانو په توګه کار کوي.

په فلم کې د پولیسو سیمه ایز چارواکي د دې پېښې نور جزییات څرګندوي او وايي چې د تېر ډسمبر په میاشت کې د کلاسک د کلي څو اوسېدونکو د پخوانۍ دښمنۍ په دوام د عزيزاباد کلي يو استوګن په يوه کمين کې وواژه، خو کله چې د عزیزاباد خلکو له خپل عزيز سره مرستې ته راودانګل، نو ورسره د شینډنډ اډې ګارډان هم د پېښې ځای ته راورسېدل.

د سیمه ایزو چارواکو په وینا، په دې وخت کې د عزیزاباد کلي یو اوسېدونکی د سیال کلي د کسانو له خوا برمته او د امريکا د خاصو ځواکونو په پوځي کتار کې ولېږدول شو. دا چارواکي زیاتوي چې څلور ساعته وروسته امریکایي ځواکونو د نیول شوي سړي مړی، په سیمه کې د ملي اردو قرارګاه ته وسپاره.

له دې وروسته د وژل شوي کس پر مړي د عدلي طب معاینو وښوده چې د عزيزاباد دا اوسېدونکی شکنجه شوی و.
افغان چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونه د هغو دريو کسانو په بې وسلې کولو او سپارلو کې له دوی سره همکاري نه کوي چې د یاد شوي سړي په وژنه او شکنجه تورن دي.

ددې مستند فلم جوړوونکی تام رابرټس د سیمه ایزو چارواکو له قوله وايي چې امريکايي ځواکونه د دې دوو کليو په خپل منځي شخړه کې چې ظاهراً د شینډنډ په پوځي اډه کې د کارونو پرسر رامينځ ته شوې ده، د يوه لوري پلوي کوي.

د عزیزاباد پېښې، د فراه د بالابلوک په ګراني کلي پر ملکي وګړو د بريد له پېښې مخکې، چې د راپورونو له مخې يوسل اوڅلوېښت ملکي وګړي پکې ووژل شول، د افغانستان او امريکا په اړیکو کې سخت کړکېچ رامینځ ته کړ.

امريکايي چارواکي وايي چې د بالابلوک په پېښه کې له شپېتو ترپنځه شپېتو طالبان او دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي.

د عزيزاباد په بمبارد کې امريکايي ځواکونو په پيل کې دملکي وګړو وژنه نه منله، خو وروسته يې د دري دېرشو ملکي کسانو وژل کېدل ومنل. د افغانستان د حکومت د تحقيقاتو له مخې دې هوايي بمبارۍ يونوي ملکي کسان وژلي دي.

د ولسمشر حامد کرزي دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د عزيزاباد په وژل شويو کې یو طالب هم نه و، او دا خبرې چې په دې کلي کې طالبان وو، مطلقاً ناسمې وې.

اشوشيتيدپریس خبري اژانس په دې اړه د راپور په پای کې ليکي چې په دې اړه يې د امريکايي ځواکونو له ویاند، جګړن جان رېدفيلډ سره تماس نيولی، خو هغه په ځواب کې ورته ویلي دي چې د امريکايي ځواکونو مرکزي قرارګاه د خپلو څېړنو په مخکنيو نتایجو ټينګار کوي.

د اژانس راپور زياتوي چې د عزيزاباد د یوه استوګن په وژنه او شکنجې د دريو تورنو کسانو په اړه هم د امريکايي ځواکونو ویاند خبرو ته حاضر نشو.
XS
SM
MD
LG