د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۵

د وروستیو ناکراریو په اړه د لویدیځو ورځپاڼو تبصرې


ګارډين په وینا د ناټو چارواکي اټکل کوي چې د طالبانو بريدونه په روان کال کې د تېرکال په پرتله، په سلو کې اویا ډېر شوي دي.
ګارډين په وینا د ناټو چارواکي اټکل کوي چې د طالبانو بريدونه په روان کال کې د تېرکال په پرتله، په سلو کې اویا ډېر شوي دي.

له امریکا څخه خپریدونکې واشینګټن پوسټ ورځپاڼې، د له برتانیې خپریدونکیو ګارډیو او اینډیپینډینټ ورځپاڼو په افغانستان کې د زیاتېدونکیو ناکراریو په اړه بېلابېلې لېکنې او مطالب خپار کړي ، احمد تکل دا ټولې مقالې لوستي او مهم ټکي يې ترې راټول کړي دي :

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په روان کال کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه يو مطلب خپور کړی. ورځپاڼې د مطلب په پيل کې په افغانستان او منځني ختيځ کې د امريکايي خواکونو د عمومي قوماندان جنرال ديویدپېترایوس وینا رااخیستې چې وايي:

د طالبانو د سقوط له وخته تراوسه، يعنې له اوو کلونو راپه دې خوا، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پېښې ساری نه لري.

د ورځپاڼې په وینا، دې امريکایي جنرال د افغانستان لپاره خپل نوی پلان تشريح کړی او ويلي يې دي چې زرګونه اضافي امريکايي سرتېري به د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو د مقاومت زړه ته ورننوزي او په دې توګه د جګړې سخت ډګر په مخکې دی.

واشنګټن پوسټ ليکي: په افغانستان کې د بريدونو له دريو دوه برخې د افغانستان د قلمرو له سلو په لس برخه کې روان دي او امريکايي ځواکونه به په همدې سیمو کې ځای پرځای شي.

ورځپاڼه زياتوي: جنرال پېترایوس وايي چې د افغانستان وضعیت به نورهم خراب شي، خو امريکا غواړي چې په خپله نوې ستراتيژۍ سره وضعیت بدل کړي. ورځپاڼه وړاندې ليکي چې جنرال پېترايوس له طالبانو سره د مبارزې په چاره کې، د قومونو ګډون او د ملکي او پرمختيايي چارو پياوړی کولو ته هم اشاره کړې ده.

د برتانيې چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ برخه کې ليکي چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو د حملو له زياتېدو سره په هلمند کې مېشت برتانوي ځواکونه په لومړي خط کې د طالبانو له بريدونو سره مخامخ شوي دي او ترټولو زیات خطر يې منلی دی.

د ګارډين په وینا د ناټو چارواکي اټکل کوي چې د طالبانو بريدونه په روان کال کې د تېرکال په پرتله، په سلو کې اویا ډېر شوي دي.

د برتانيې د پوځي چارواکو په وينا، په هلمند کې د ورځې په متوسط ډول يوولس وسله والې حملې کېږي.

بلې برتانوۍ ورځپاڼې انډيپنډنټ هم د هغو خطرونو یادونه کړې ده چې په هلمند کې مېشت برتانوي سرتېري ورسره مخامخ دي، او ليکي چې برتانوي ځواکونه د ناټو د بل هر هېواد په پرتله، درې ځلې د طالبانو له بريدونو سره ډېر مخامخ کېږي.

انډيپنډنټ ورځپاڼه زياتوي: دې سيمې ته د اضافي امريکايي سرتېرو له رسېدو سره به اوس د برتانوي ځواکونو د اوږو بار يوڅه کم شي.

د ورځپاڼې په وينا، هلمند ولایت، نه يوازې له دې پلوه اهمیت لري چې د وسله والو طالبانو مهم مرکز دی، بلکې په دې ولايت کې د افغانستان ترټولو زيات تریاک توليدېږي.

انډيپنډنټ لیکي چې په دې ولایت کې مېشت افغان او بهرني ځواکونه د نشه یي موادو د کاروباريانو له ګواښ سره هم مخامخ دي.

خو ورځپاڼه په پای کې يادونه کوي چې په هلمند کې د وسله والو طالبانو ځينې سيمه ييزې کړۍ غواړي چې له افغان حکومت سره ملګري او د سولې پر بهیر ورګډ شي. او دا هغه څه دي چې د ورځپاڼې په وینا د طالبانو ليکې کمزورې کولای شي.
XS
SM
MD
LG