د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۸

ملي شورا څه كړي، وكيلان پر كومه روان دي؟


په دې وروستيو ورځو كې د افغانستان ملي شورا د خپل څلورم كال لومړۍ تقنيني دوره پاي ته ورسوله، چې پرلپسې اوومه تقنيني دوره كېږي.
په دې وروستيو ورځو كې د افغانستان ملي شورا د خپل څلورم كال لومړۍ تقنيني دوره پاي ته ورسوله، چې پرلپسې اوومه تقنيني دوره كېږي.

ځينې افغانان وايي د څلورو كلونو په تېرېدو سره بيا هم، ملي شورا خلكو ته هغه څه نه دي كړي، چې كولاى يې شواى. په تېرو كلونو كې د وكيلانو پرله پسې غيرحاضري، ګوندي، سياسي او تجارتي مسايل، دغه راز د شورا په منځ كې ډلې او ډلبندي هغه مسايل دي چې د خلكو په باور وكيلان په كې ښكېل ول او دي.


دې مسئلو د افغانستان د نورو ولايتونو په ګډون په كابل كې هم خلك مايوسه كړي دي، د كابل ښار يوه اوسېدونكي حضرت محمد باركزي ازادۍ راډيو ته وويل:

”دوى په لومړيو درېيو كلونو كې كار كاوه، هغه وخت يې پيسې لګولې وې، اوس يې پيسې جېبونو او بانكونو ته رسېدلي، اوس ولې كار وكړي؟ چا ته كار وكړي؟ اوس خو دغه وكيلان هغو خلكو ته كار كوي چې په څوكيو كې دي، دوى بوتل جنګي كوي، ځان او قوم شرموي...“

د ولسي جرګې ځينې غړي دا او ځينې نور تورونه نه ردوي. په دې وروستيو ورځو كې د افغانستان ملي شورا د خپل څلورم كال لومړۍ تقنيني دوره پاي ته ورسوله، چې پرلپسې اوومه تقنيني دوره كېږي.
د افغانستان په ولسي جرګې کې د فرا ولایت د خلکو د استازې ملالۍ جویا غړیتوب وروسته له هغې د نورو استازو په پرېکړه وځنډول شو چې هغې په ولسي جرګې کې د یو شمیر وکیلانو پر کړنو په تنده ژبه انتقادونه وکړل.


وكيلان د دوبي په رخصتۍ تللي، كه څه هم د اصولو له مخې دوى د رخصتۍ په موده كې د خپلو موكلينو ستونزې او شكايتونه څېړي، د سيمه ييزو ادارو څارنه كوي، خو داسې ښكاري چې ټول وكيلان پر دې لار نه دي روان.

د ولسي جرګې يوه استازې ملالۍ شينوارې وايي، ځينې وكيلان چې په رخصتۍ ځي يا د تفرېح او سياحت لپاره بهرنيو هېوادونو ته روان وي، يا په خپلو سيمو كې له خلكو سره مستقیم ارتباط نه لري.

نوموړې وايي ان د ولسي جرګې په رسمي وختونو كې به زيات وكيلان حاضر نه ول، دوى به په سياسي، سوداګريزو او يا خپلو شخصي كارونو اخته ول:

”ځينې وكيلان ډېر زيات پابنده دي، خپلو رايو او موكلينو ته وفاداره دي، يوه ډله بيا په كې داسې ده چې سياسي فعاليتونه ډېر لري، زه به د نمونې په توګه د برهان الدين رباني نوم واخلم، چې ما په كال كې يوازې يو څو ځلې وليد، ډېر به نه حاضرېده، خپل سياسي فعاليتونه يې كول، په څنګ كې نور وكيلان په شخصي معاملو اخته ول او ځينو بيا شخصي سفرونه زيات درلودل.“

د نصاب کموالی:

د ولسي جرګې ځينې استازي وايي د وكيلانو پرله پسې غيرحاضريو او د نصاب كموالي به پر قوانينو او نورو مهمو مسئلو د بحث مخه نيوله او اكثره وخت به پرېكړې نورو غونډو ته ځنډېدې. ولسي جرګه هره اوونۍ درې عمومي غونډې جوړوي.
ځينې وكيلان چې په رخصتۍ ځي يا د تفرېح او سياحت لپاره بهرنيو هېوادونو ته روان وي، يا په خپلو سيمو كې له خلكو سره مستقیم ارتباط نه لري.

ملالۍ شېنوارې


د دې تر څنګ ځينې نور وكيلان بيا وايي په ملي شورا كې داسې كسان هم شته چې دولتي وكيلان ورته وايي، نه د ولس وكيلان. د لغمان يو وكيل مولوي سيد رحمن وايي په وكيلانو كې دننه فساد موجود دى، دى وايي دولت يوشمېر وكيلانو ته د خاصو اهدافو لپاره پيسې او نور امكانات برابروي:

”يو تعداد خلك چې حكومت يې خپل وكيلان او غړي بولي، مرسته هم ورسره كوي، پيسې هم وركوي، كورونه يې هم ورته نيولي، ځينې كسان زه پېژنم چې موټرونه يې هم ورته رانيولي دي، دا خپله يو ذهنيت جوړوي، طبعاً په شورا كې دا سلسله موجوده ده چې ځينې وكيلان نازول كېږي او ځينو ته پام نه كېږي، طبيعي خبره ده چې دا مسئله فساد ګڼلاى شو.“

بل لوري ته د سياسي چارو يو شنونكى احمد سعيدي هم مولوي سيد رحمن ته ورته نظر لري، نوموړى د پارلمان وكيلان پر دوو برخو وېشي:

”لومړى، يو تعداد وكيلان د خلكو وكيلان دي، هغه كارونه چې كوي له خپلو موكلينو سره مشورې ورباندې كوي، ځينې بيا د حكومت په خوله كوي او د حكومت په اشاره كار كوي، مثلاً كله چې غواړي يو وزير برات واخلي، حكومت وكيلانو ته وايي چې غونډې ته حاضر نه شي، هغه ورځ دوى غونډې ته نه حاضرېږي.“

سیاسي جوجاړي او فساد:

تېركال د ولسي جرګې ځينې وكيلان د دايمي غيرحاضرانو په توګه اعلان شول. په ملي شورا كې دننه د سياسي جبهو، مخالفو دريځونو او ډلو ايجادېدو خلكو ته پوښتنې پيدا كړې دي. دغه راز وخت ناوخت د راپورونو پر اساس د وكيلانو د بېلابېلو جوړجاړيو خبرې هم كېږي.

په ولسي جرګه كې د كاپيسا استازى عبدالهادي ساپى هم په دې اداره كې د فساد شتوالي او يوه بل ټكي ته اشاره كوي:

”زيات وخت د زياتو وكيلانو د غيرحاضرۍ له كبله نصاب نه پوره كېږي، يو وخت ادارۀ امور ته لاړم، دوى راته وويل: ته خو به په هغو وكيلانو كې نه يې چې دلته راځي او پيسې اخلي؟ زه حيران شوم، چې موږ ته خو معاش په ولسي جرګه كې راكول كېږي، دلته كومې پيسې وركول كېږي؟“
ملالۍ شېنوارې وايي د هغو وکیلانو له ډلې چې غونډو ته کم حاضريږي او په خپلو نورو سیاسي فعالیتونو ډېر بوخت دی یو هم برهان الدین رباني دی


د افغانستان د ولسي جرګې پر غړو ځينې كسان انتقاد كوي چې د خپلو وظايفو پر ځاى په سياسي معاملو، شخصي كارو بار او يا داسې نورو چارو بوخت دي، چې ګټه يې موكلينو او ولس ته نه رسېږي.

ځينې څارونكي د بېلګې په توګه د ځينو وزيرانو په اړه د وكيلانو شديد انتقادونه يادوي، چې وكيلانو به د رايو په اكثريت سره يو وزير د استيضاح غونډې ته راوباله، خو بله ورځ به همدغو مخالفو وكيلانو د تاييد رايې وركړې، چې دې كار خلكو ته زياتې پوښتنې پيدا كړې وې.

د ولسي جرګې يوه استازې ملالۍ شينوارې دا د وكيلانو سياسي معاملې وبللې:

”سياسي معاملې دلته ډېرې كېدې، كله چې به دوى سره كمپاين وشو، نظرونه به يې وربدل كړل، ښايي د مادياتو مسئله هم مطرح شوې وي، له دې كبله به دغۀ كار د دوى نظر بدل كړى وي.“

د افغانستان ملي شورا چې د مشرانو او ولسي جرګې په كې شاملې دي، ټولټال ۳۴۲غړي لري چې ۲۴۰ د ولسي جرګې او ۱۰۲ د مشرانو جرګې دي.

كه څه هم افغانستان د جګړو تر كلونو وروسته په لومړي ځل د يوه داسې پارلمان خاوند ګڼل كېږي چې د خلكو په رايو وكيلان ټاكل شوي دي او ځينې خو يې د ډيموكراسۍ د تمثيل اصلي سرچينه ګڼي، خو ځينې نور بيا دغه وكيلان رښتيني نه ګڼي.

د وکیلانو امنیت :

دغه وكيلان له وروستيو ناكراريو خوندي نه دي پاتې شوي. په تېرو څلورو كلونو كې د دواړو جرګو ۱۱ غړي وژل شوي دي. چې لس د ولسي او يو د مشرانو جرګې غړي ول.
څارونکي وايي په تېرو څو کلونو کې د ملي شورا وکیلانو ښه امتیازات لرل، خوله جدي امنیتي خطرونو سره هم مخ وو.


د لوګر يو استازى ډاكټر فضل الله مجددي بيا وكيلان د زړه سوي وړ بولي، هغه ګيله كوي چې ګواكې دولت وكيلانو ته په درنه نه ګوري:

”نن وكيلان ډېر اسيب پذيره قشر دى، تاسې وګورئ د بغلان تر پېښې وروسته دولت هېڅ دې پېښې او د دې پېښې څېړلو ته پام ونه كړ، حتى د دوى هغه پرېكړې چې ملت يې غواړي دولت ورته پام نه كوي، مثلا په غزني كې وكيلانو د خلكو په غوښتنه د والي بدلېدل وغوښتل، خو چا پام ورته ونه كړ، دغه ډول كړنې وكيلان مايوسه كوي.“

د پارلماني چارو وزارت د دولت د درېګونو ځواكونو ترمنځ د اړيكو يوه مرجع ګڼل كېږي، د دې ادارې يو مسوول استاد رحيمداد وايي ښايي د دوى په اداره كې ځينې مشكلات وي، خو دى وايي د ولسي جرګې غړي د خلكو استازي دي او بايد په رښتينې توګه د خلكو ستونزې حل كړي.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي داسې وكيلان هم شته چې زيات وخت په بهرنيو سفرونو تېروي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي شورا غړي په كال كې درې مياشتې رخصتي لري، چې په دې موده كې بايد د خلكو ستونزې وڅېړي او راپور يې حكومت ته وړاندې كړي.

خو وكيلان وايي چې دوى پر وخت د خلكو ستونزې اورېدلي او بشپړ راپور يې حكومت ته وړاندې كړى دى، دا چې حكومت اقدام نه دى كړى، دا د دوى مشكل نه دى.
XS
SM
MD
LG