د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

په نشه يي موادو د روږدو كسانو د درملنې نور مرکزونه جوړيږي


ویل کېږي زیاتره افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ پر مهال په نشو روږدې شوي او په نشه یانو کې ډېر يې هغه افغانان دي چې ډېر کلونه يې ایران کې تېر کړي .
ویل کېږي زیاتره افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ پر مهال په نشو روږدې شوي او په نشه یانو کې ډېر يې هغه افغانان دي چې ډېر کلونه يې ایران کې تېر کړي .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چاروكي وايي چې په تيرو دوو مياشتو كې يې له پنځوسو څخه زيات په نشه يي موادو روږدي كسان تر درملنې ورسته د دوى كورنيو ته ورسپارلي دي. .

ددې وزارت چاروكي وايي، دوى هڅه كوي چې پر نشو د روږدو كسانو د درملنې په برخه كې خپل فعاليتونه پراخ كړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د چهارشنبې په ورځ په نشه يي توكو روږدي ۳۶ كسه ځوانان چې درملنه يې شوې وه خپلو كورنيو ته تسليم كړل.

د عامې روغتيا وزارت مرستيالې ډاكټر نادره حيات برهاني ددې كسانو د رخصتولو په مناسبت په جوړې شوې غونډې كې وويل چې دوى هڅه كوي په نشو د روږدو كسانو د درملنې مركزونه هم زیات شي:
د افغانستان د عامې روغتيا د معلوماتو پر اساس د ۲۰۰۵ كال د سروې له مخې ۹۲۰ زره په نشه يي موادو روږدي كسان په افغانستان كې ثبت شوي دي چې له دې ډلې څخه ۷۲۰ زره نارينه ۱۲۰ زره ښځې او ۶۰ زره ماشومان دي.



"له نيكه مرغه تېره مياشت شل كسه ځوانان له دې روغتيايي مركز څخه رخصت شول او نن بيا هم د خوشحالۍ ځاى دى چې ۳۶ كسه نورځوانان رخصتيږي، په ټول افغانستان كې د روږدو كسانو لپاره له ۴۳ مركزونو پرته درې نور څلويښت بستريز روغتنونونه هم د عامې روغتيا وزارت له خوا د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د وزارت او كولمبو پلان په همكارۍ جوړېږي."

د افغانستان د عامې روغتيا د معلوماتو پر اساس د ۲۰۰۵ كال د سروې له مخې ۹۲۰ زره په نشه يي موادو روږدي كسان په افغانستان كې ثبت شوي دي چې له دې ډلې څخه ۷۲۰ زره نارينه ۱۲۰ زره ښځې او ۶۰ زره ماشومان دي.

د افغانستان د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي چې اكثره افغانان د څو لسيزو جګړو پر مهال په نشه يي توكو روږدي شوي دي.

د مخدرو مواد پر ضد د مبارزې وزارت مرستيال ډاكټر محمد ظفر ظفر وايي چې جنګ او اعتياد دواړه د بهر ملكونو له خوا پر افغانانو تپل شوي دي:

"دا ټول د افغانستان د خلكو په خوښه نه وو، نه جنګ د افغانستان خلكو غوښتى دى او نه د نشه يي توكو توليد، قاچاق او استعمال، دا ټول د بهر له خوا په مونږ تپل شوي دي."

محمد قاسم هغه ځوان دى چې له افغانستانه بهر په المان كې په نشه اخته شوى نوموړی وايي:

"يولس كاله زه په المان كې وم، په ورستيو كې له يو چا سره معرفي شوم او كوكاينو ته يې دعوت راكړ، بيا څلور كاله ما كوكاين استعمال كړل، كله چې افغانستان ته راغلم دلته كوكاين نه ول نو په پوډرو اخته شوم."

د افغان دولت د كابينې د پرېكړې له مخې او د جوړ شوي كميسيون په هڅو ويل كيږي چې په كابل كې د پخواني شوروي اتحاد د علم او فرهنګ په خونه كې په دې ورستيو كې په نشه يي توكو روږدي۱۶۰ كسه ځوانان ثبت او د روږدو كسانو د درملني مركزونو ته ليږدول شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان په ولايتونو كې خلك شكايت کوي او وايي چې د روږدو كسانو د درملنې مركزونه يوازې په ښارونو كې جوړ شوي او په لرو پرتو ولايتونو او ولسواليو كې دولت په دې برخه كې ډيره كمه پاملرنه كړې ده.
XS
SM
MD
LG