د پنټاګون ویاند جیوف موریل وویل، د فراه ولایت د وروستۍ پیښې په اړه تحقیقاتو وښوده چې د تاکتیکي، تخنیکي او تطبیق له پلوه، دې بمبارۍ ستونزې درلودې.
په افغانستان کې په هوایي بمبارۍ کې د ستونزو په اړه د امریکا د دفاع د وزارت ویاند د اڅرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د دفاع وزیر رابرت ګیټس ته په یوې غونډی کې د فراه ولایت د تیرې می د میاشتې د پیښې په اړه د ترسره شویو تحقیقاتو په باب لنډ معلومات ورکړل شول.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ امرکړۍ ووچې په فراه کی د می د څلورمې نیټې د بمباریو په اړه دې څیړنه وشي او نتایج دې په یوه راپور کې خپاره شي.
افغان حکومت په دغو بمباریو کې د ۱۴۰ ملکي وګړو د وژل کیدو ادعا کړې ده.
خو امریکایي چارواکو په دې بمبارۍ کې د نوي تنو د وژل کیدو خبره کړې او د وژل شویو اکثریت یې وسلوال طالبان ښودلي دي.
ددفاع د وزارت ویاند ونه ویل چې د دوی تحقیقاتو نتایج د څومره ملکیانو وژنه تاییدوي.
په دې بمباریو کې ولسي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبلې د افغانانو او بهرنیو ځواکونو ترمینځ کړکیچ نورهم زیات کړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې هوایي بمبارۍ پای ته ورسوي. خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړه.
د پنټاګون ویاند د دې پیښې د څرنګوالي په اړه وویل، کله چې بم غورځونکي الوتکې د حملې ځای په نښه کړ، ولاړه اوکله چې له یوې وقفې وروسته بیرته د هدف ځای ته راوګرځیده، پرته له دې چې دا یقیني کړي چې ایا ټاکل شوی هدف لاهم د بمبارۍ لپاره مناسب دی، پر هغه ځای یې بمباري وکړه.
د پنټاګون ویاند دغه راز وویل ، دې تحقیقاتو وښوده چې د جګړې په ډګر کې ملکي خلکوته د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره د امریکا پلي سمندري ځواکونو لازم ترتیبات نیولي وو.

کله چې بم غورځونکي الوتکې د حملې ځای په نښه کړ، ولاړه اوکله چې له یوې وقفې وروسته بیرته د هدف ځای ته راوګرځیده، پرته له دې چې دا یقیني کړي چې ایا ټاکل شوی هدف لاهم د بمبارۍ لپاره مناسب دی، پر هغه ځای یې بمباري وکړه.
پینټاګون