د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

ایا په لویدیځ کې د یو ښه مسلمان په توګه ژوند ممکن دی؟


د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په مصر کې د اسلامې نړۍ ته د وینا پر مهال د امریکا مسلمانان د خپلې ټولنې یوه فعاله برخه وبلله
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په مصر کې د اسلامې نړۍ ته د وینا پر مهال د امریکا مسلمانان د خپلې ټولنې یوه فعاله برخه وبلله
د ا لومړی ځل دی چې د امریکا د مسلمانانو په اړه یوه عمومې سروې ترسره کیږي. د پیو د تحقیقاتي موسسې له خوا د ترسره شوې سروې نتایج ښیي چې د امریکا مسلمانان د امریکا د ټولنې د یوی فعالې برخې په توګه په ټولنه کې ننوتې اوځان راضي احساسوي.
که څه هم بیلابیلو مسایلو د لویدیځ او اسلامې نړۍ ټولنې سره جلا کړي، خو امریکایي مسلمانان له دغو اختلافاتو سره په نرمښت چلند کوي.

د پیو تحقیقاتې موسسې په دې سروې کې په امریکا کې د مسلمانانو له ژوند څخه د یوه دقیق انځورد ښودلو لپاره، له ۵۵ زرو کسانو څخه په انګلیسې، عربي، فارسي او اردو ژبو پوښتنې کړې دي.

دا سروی ښیي چې دامریکا مسلمانان د ترکیب له پلوه متنوع او شتمن دي او امریکا ته د نویو مهاجرینو ډیره برخه هم همدوی جوړوي.

امریکایی مسلمانانان د خپلو ځانګړو ارزښتونو دودونو او رواجونو سره سره ځان امریکا ته متعهد بولي او امریکایي احساس په کې ډیر قوي دی. د ی ټولنیزو باورونو د دوی د زده کړې او عایداتوپه برخو کې هم انعکا س موندلی دی.

دا سروی ښیې چې د امریکا د مسلمانانو د ټولنې د نفوسوپه سلو کې ۵۶ یې له امریکا بهرزیږیدلې چې د دې شمیرپه سلو کې ۲۴ یې عربان دی، په سلو کی ۸ پاکستاني، په سلو کی لس د جنوبی اسیا د هیوادونو، په سلو کی ۸ ایرانی، په سلو کی ۵ اروپایی، په سلو کی ۴ افریقایي او په سلو کې ۶ د نوروهیوادونو مهاجرین تشکیلوي.

د مسلمانانو پاتې په سلو کې ۳۵ یې چې په امریکا کې زیږیدلی دي، په سلو کې ۲۰ یې افریقایي الاصله امریکایان دی.

په امریکا کی دننه د ۳۵ په سلو کې د تولد شویومسلمانانو، په سلو کې ۲۱ یې پر اسلام مشرف شوې دي.

دا سروې د امریکا د مسلمانانو د ژوند د بیلا یبلو اړخونوپه اړه هم د ځینو مهمم نتیجو یادونه کوي اووایي:

۰ د امریکا مسلمانان په عمومي ډول، دامریکایې پراخې ټولنې ژوند ته په مثبت نظر ګوري. ددوی اکثریت په امریکا کې د خپلې ټولنی ژوند په نړۍ کۍ تر بل هرځای ښه انګیري.


۰ د امریکایی مسلمانانو اکثریت یې په دې باور دي چې په امریکا کې ددوی له زړه هڅې ښې نتیجې لرلی شي. په سلو کې ۷۱ یې په دې عقیده دي چې که په امریکا کې څوک زحمت وباسي خپل هدف ته رسیدلی شي.

۰ سره له دې چې اکثر ه مسلمانان نوي امریکاته تللي ، دوی په دې باور دي چې امریکایي دودونه او عنعنات هم باید خپل کړي څو په انزوا کې پاتې نه شي. دوی په دې هکله چی دیوه دینداره مسلمان په پاتې کیدو سره کولای شي په ټولنه کې ژوند وکړي، کوم مشکل نه ویني.

۰ امریکایي مسلمانان په اروپاکې د میشتو مسلمانانو په نسبت افراطیت او تندروي ردوي او د القاعده د ډلو فعالیتونه غندي.

۰ د امریکایي مسلمانانو د ځوانې طبقې یوازې محدود کسان، انتحاری حملې له اسلام څخه د دفاع په خاطر مشروع بولي. په امریکایي مسلمانو کې له افراطیت څخه ملاتړ ډیر کمزوری دی.

۰ د امریکا د مسلمانانو اکثریت یعنې په سلو کې ۵۳ پر امریکا د سپټمبر د یولسمې تروریستی حملې وروسته، په امریکا کې خپل ژوند یو څه مشکل بولي اووایي له دې پیښې وروسته د امریکا دولت مسلمانانو پسې رااخیستې، هغوی یې تعقیب او محاکمه کړې دي.

۰ په امریکا کې ډیر لږ مسلمانان د تروریزم په وړاندې امریکا مبارزه له زړه نه بولي او په دې هکله چې د سپټمبر پیښه د عربو له خوا شوی، شک کوي. یوازې په سلو کی ۴۰ په دې عقیده دي چې دا کار د عربانو دی.
XS
SM
MD
LG