د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۹

په عشق اباد کې د غالیو ورځ و لمانځل شوه


د ترکمنستان په پایتحت عشق اباد کې ددې هېواد د غالیو کلنۍ ورځ د غالیو د یو ستر نندارتون پر جوړولو ولمانځل شوه. په دې نندارتون کې د ترکمنستان په بېلابېلو سېمو کې اوبدل شوې غالۍ نندارۍ ته اېښودل شوې وې.

ددغو غالیو په منځ کې تر ټولو لویه او ښکلې جوړه شوی غالۍ هغه وه چې د ولسمشر قربان ګولي بیردي محمدوف تصویر پکې اوبدل شوی وه.

په ترکمنستان د زیاتې مودې لپاره د پخواني ولسمشر سپر مراد نیازوف چي د ترکمنانو پلار هم ورته ویل کیده تابلوګانې او عکسونه تقریباً هرې خوا ته تر سترګو کیدل.

خو له کله نه چې بیردي محمدوف واک ته رسیدلې په دې برخه کې یو څه بدلون راغلې دی.

اوس په ترکمنستان کې په دولتي بسونو ،لاریو او نورو تراسپورتي وسایطو باندې د بیردي محمدوف تصویرونه لګدیلي ښکاري، او ددغه هیواد ورځپانې او ونیزې په خپلو لومړنیو مخونو باندې د جمهور ریس عکسونه چاپوي.

ولسمشرانو ته دغه شان درناوۍ اوس شاوخوا د مرکزي اسیا په ټولو هیوادونو کې دود ګرځیدلې دی او داسې ښکاري چې دا تابلو ګانې او تصویرونه په دغو هیوادونوکې په واک کې د ولسمشرانو د پاتې کیدو څرګندوي دي.

د مرکزي اسیا په هیوادونو کې ددولتي راډیو تلویزونو خپرونې د ولسمشر انو په اړه راپورونو او د هغوي د فعالیتونو او سفرونو په معلوماتو سره پلیږي.

دغه راز په ښاري سیمو او لرې پرتو کلیو کې د وړو مامورینو څخه نیولې تر لوړ رتبه اجرایويي مسولینو پورې د خپلو دفترونو په دیوالونو د جمهور ریسانو عکسونه او تابلوګانې ځوړندې کړي دي.

د قزاقستان د مرکز استانه اوسیدونکي وايي د ولسمشر نظربایف عسکونه داسې ښکاري لکه سړي ته چې د ښار له هره کونجه ګوري.

د ازادۍ راډیو قزاقي څانګه وايي په پایتخت استانه کې تقریباً هره دوهمه لوحه باندې د ولسمشر عکسونه ایښودل شوي او یا د هغه د ویناوی نکل شویدي.

په تاجکستان کې بیا ولسمشر امام علي رحمان مسولینو ته پدې وروستیو کې امر کړی چې له دفترونو او غالیو څخه دې د هغه تابلوګانې او تصویرونه لرې کړي.

په دوشنبې کې میشت تاج خبریال کیرن شاه شریف وايي: هغه باور
باور لري چې دا به زیات دوام ونکړي او بیا د ښار په ګوټ ګوټ کې د ولسمشر عسکونه راڅرګند شي.

شریف وايي ( دا لومړۍ ځل نه دی چې ولسمشر د عکسونو د لرې کولو خبره کوي .هغه په رسمي ډول له مسولینو او خلکو غوښتي چې د نوموړي له نوم، عکس، او یا له څرګندونو نه ناوړه ګټه وانخلي.خو ویره لرم چې دا به هیر شي او راتلونکو څلور پنځو کلنو پورې به بیا د ولسمشر عکسونه او تابلوګانې راڅرګندې شي).
په ازبکستان کې بیا ولسمشر اسلام کریموف د ادبیاتو لیواله دی. د هغه د دیرشو لیکل شوو کتابونو شاوخوا دیرش میلونه نسخې په دغه هیواد کې ویشل شویدي.

د کریموف کتابونه په لازمي ډول زده کونکو او پروفیسرانوباندې لوستل کیږي خو په عامو خلکو د ولسمشر لخوا لیکل شوي کتابونه د نه لوستلو بلل کیږي.

د تاجکستان د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله صیف الله زاده وايي د مرکزي اسیا په هیوادونو کې د ولسمشرانو د شخصیت ښودنې دا لړۍ به کیدۍ شي ددغې سیمې په یوه سیاسي کلتور بدله شي.

نوموړۍ وړاندې وايي ( کله چې زه له خپلو همکارانو او د پارلمان له غړو سره ولایتونو ته سفر کوم ، خلک په وار وار سره دغه موضوع راپورته کوي. دوي وايي چې مشرانو ته باید ددوي دا پیغام ورسیږي چې پدې عکسونو او تابلوګانو سره د مشرانو حیثیت نه لوړیږي بلکه برعکس په ټولنه کې د هغوي اعتبار او حیثیت خرابوي).

د سیاسي چارو دغه تاجک کارپوه وايي : ولسمشران که غواړي چې خلک يې په ریښتیا سره وستايي نوباید دا لیونتوب بند کړي .هغه وايي: دا کار اوس له حد نه وتلی او د خلکو په ټوقه او خندا بدل شوی دی.
XS
SM
MD
LG