په داسې حال کې چې ایران، د جون دولسمې نیټې، د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نژدې کیږي، داسې نخښې نښانې لیدل کیږي چې ګواکي ایرانیان به په خپل تعبیرد هغه شعار ملاتړ وکړي چې وایي، موږ هغه بدلون ته رایې ورکوو چې باورپرې کولای شو. دا هغه شعاردی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به تل د خپلې انتخاباتي مبارزې په جریان کې ورکاوه.
واشنګټن پوست لیکي، دا سې ښکاري چې د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد ته به، په دغو انتخاباتو کې د هغه سیال، پخوانی صدراعظم اواصلاح غوښتونکی، میر حسین موسوی ماته ورکړي.
د چین شین هوا خبری اژانس، څو ورځې وړاندی خبر ورکړ چی د یوی ترسره شوی سروی نتایج ښیی چی موسوی په لسو لویوښارونو کی ترنورو ټولو کاندیدانومخکی دی. په وروستیو کی د ایران د دولتی ټلویزیون ایریب له خوا ترسره شوی نظرشمیرنی هم ورته نتیجه ترلاسه کړی وه.
واشنګټن پوست لیکی، د ایران د سیاسی چارو یوه کارپوه چی څو اونۍ وړاندی یی واشنګټن ته سفر کړی وه، اټکل کړی وو چی موسوی به دیوه اییتلافی حکومت په جوړولو سره چی کیڼ او مرکزی ښی اړخی دواړه به پکی شامل وی، په راتلونکو انتخاباتو کی کامیاب شی.
خو ویل کیږی چی هغه نظر شمیرنی چی په ایران کی ترسره کیږی، ډیرد اعتباروړ ندی، اواوسنی ولسمشر به د انتخاباتی مبارزی په وروستیوورځو کی لویی لاس ته راوړنی ولری.
واشنګټن پوست د ایرانی کارپوه کریم سجادپور له قوله لیکی چی که څه هم احمدی نژاد د ایران اقتصاد ډیر خراب کړی، خو هغه تراوسه په خلکو کی محبوبیت لری. دغه کارپوه وایی د ایران په نظرشمیرنو باور نه لری او زیاتوی چی همدغو نظر شمیرنو ونه شو کولای چی په ۲۰۰۵ میلادی کال کی د احمدی نژاد د بریالیتوب اټکل وکړی.
واشنګټن پوست وړاندی لیکی، د موسوی په ګډون ټول کاندیدان په یوه خوله د ایران د اټومی تکنالوژی د پراختیا له حق څخه د فاع کوی. خو یوه نکته باید هیره نشی چی دا په راتلونکو انتخاباتو کی یوه ایدیالوژیکی مسله نده، بلکه هغه داسی یوه مضوع ده چی د ملی ویاړ په خاطر ټول پری توافق لری.
ورځپاڼه وړاندی دی ټکی ته هم اشاره کوی چی په اټومی خبرو کی د ایران دریځ ترډیره حده د دی هیواد ستر مذهبی مشر ټاکی نه جمهورریس.
د موسوی ملاتړو، پر احمدی نژاد، د بی کاری او د انفلاسیون د سطحی د لوړیدو په خاطر انتقاد کړی دی. موسوی تیره اونی په اصفهان کی د یوی وینا په ترڅ کی وویل چی د احمدی نژاد تندو او له تهدیده ډکو ویناوو د ایران حیثیت او اعتبار ته زیان رسولی دی.
واشنګټن پست همدارازوایی چی د اسی معلومیږی چی د احمدی نژاد پلویان هم ډیرپه غوصه دی. هغوی په اصفهان کی د موسوی د وینا لپاره په جوړی شوی غونډه کی د هغه شعارونه وسوځول اوتر دی دوه اونی وړاندی یی د ملارد په ښار کی د موسوی په ملاتړ د غونډی د ګډوډلو لپاره له اوښکی بهونکی ګاز څخه کارواخیست.
د واشنګټن پوست له دی تحلیل سره سم، د موسوی تیری انقلابی سابقی، د هغه اصلاح غوښتونکی پیغام پیاوړی کړی. موسوی له ۱۹۸۱ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پوری، د ایران عراق د جګړی په جریان کی، د ایران صدراعظم ووچی په دی ستونزمنه موده کی د ایران د اقتصادی چارو د ښه سمبالولولقب هم ورکول شویدی. د ورځپاڼی په باورداسی ښکاری چی د موسوی دغه سابقه به وکولای شی په یو ډول د لیبرالو او محافظه کارو ډلو ترمینځ رامنځته شوی خلا له مینځه یوسی او د هغوی ملاتړ به ډیر د مرکز لوری ته جذب کړی.
واشنګټن پوست لیکی، تر راتلونکو دوو ورځو پوری به دا څرګنده شی چی ایا د موسوی د اصلاح غوښتنی پیغام، د احمدی نژاد د ماتی لپاره کافی ځواک لری که نه؟