د پاکستان د طالبانو د مشر بیت اله مسعود مرستیال حکیم اله مسعود په لارهور کې د چارشنبې د ورځې د چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست .
له لویدیځو خبري رسنو سره مسعود په تیلفون کې خبرداری ورکړ چې د پاکستان په نورو ښارونو به هم ورته حملې وکړي . په لاهور کې د چاودنو په سیمو کې ویجاړ شوي موټرونه او وران شوي کورونه تر سترګو کیږي . د پاکستان د چارو کارپوه احمد رشید چې په لاهور کې اوسیږي دا حملې زړه بوږنونکې بولي .
احمد رشید وویل : دا حملې تر دې دمخه چې د پاکستان پوځ په ملاکنډ او سوات دره کې عملیات پیل کړی د پیش بینی شوی وی .
دا خبره ښکاره ده چې لا دمخه د حملو تمه کیده . دقیقا دا حملې د سوات په دره کې د پآکستان د پوځ د حملو په وړاندې عکس العمل دی . هغوی غواړي چې بله جبهه جوړه کړي او حکومت او نظام له وحشت سره مخامخ کړی . زه دې ته حیران یم چې په دې حملو کې دا دومره ځنډ څنګه راغی .
د چارشنبی د ورځی حمله په راوروسته میاشت کې پر لاهور کې دریمه لویه حمله وه . لاهور د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز دی چې لس ملیونه کسه پکې اوسیږي .
د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو یو ویشت تنه قوماندانان یې په سوات کې نیولي دي .
د پاکستان د کورینو چارو وزیر رحمان ملک وویل : پر لاهور هغو خلکو حمله کړی چی غواړی پاکستان بی ثباته کړی .
ټول هغه څه چې یاغیانو وویل موږ واوریدل او حتی د شرعی قانون نافذیدو ته مو اجازه ورکړه . که چیرته هغوی د خبرو اترو له لارې دپاکستان د حکومت تر څنګ ځانته د حکومت جوړول غواړی موږ دې ډول خبرو ته ، نه وایو . پریږدﺉ په واضحه توګه ووایم چې نور به له طالبانو سره خبرې ونشي .
ډیر پاکستاني کارپوهان وايي که چیرته د سوات په دره کې حکومت په کامله توګه بریالی نه شي نو د اوړي په ترڅ کې به په پاکستان کې د جګړو لمن نوره هم خوره شي .