د افغانستان د كار او ټولنيزو او شهيدانو او معلولينو وزير نور محمد قرقين وويل، دغه سيمه د شيخ زايد بن سلطان ال نهيان د ښارګوټي په نامه ونومول شوه:
"په دې ښارګوټى كې يوجومات، يوكلينيك، دوه ښوونځي او دوه سوه كورونه جوړ او د عربي متحدو اماراتو له خوا پرې څلورميليونه ډالره لګيدلي او د يوه معبتر كميسيون لخوا مستحقوته په نښه شوي دي."
په دى مناسبت د كار او ټولنيزو چارو په وزارت كې يوه غوڼده جوړه شوې وه چي د عربي متحدو اماراتو سفير محمد احمدعثمان الطايي او د هغه هېواد د سره مياشت مشاور ډاكتر صالح موسى الطايي پكې هم ګډون كړى و.
افغان مقاماتو ته د ښارګوټي داسنادو د سپارلو پر مهال ډاكترصالح موسى الطايي وويل:
"دغه خيريه كار چې دعربي متحدواماراتو د پخواني متوفى مشر په نامه ترسره شوى، د افغانستان له بېوزلو خلكوسره د مرستې ښكارندويي كوي او د دواړو هيوادونو ترمينځ به دتل پاتې دوستۍ يوه نښه وي."
د كورونو د اسنادو دترلاسه كولو پرمهال د معلولينو او شهيدانو د كورنيو غړيو خوښي څرګنده كړه، ويل يې چې، كه له دوې سره دامرسته نه وى شوې، دوى په ژوندكې هم نشو كولاى چې د كورونو څښتنان شي.
د كاپيسا ولايت اوسيدونكي يوه تن معلول ازادى راډيو ته وويل:
"زما نوم طاووس دى، زما دواړه پښي په ماين الوتي او پرې شوي دي، پنځه شپږ كاله موانتظار ويوست، موږ بيوزلي خلك يو، زموږ له وسې دا پوره نه وه ، نن خوښ يو او د دولت اوعربي متحدواماراتو څخه مننه كوو."
د كاراوټولنيزو چارو وزارت مـسولينو وويل، عربي متحدواماراتو په وروستيو اته كلونوكې له افغانستان سره د روغتيا او پوهنې په برخه كې د ميليونو ډالرو مرسته كړې ده.
خو معلولين او د شهيدانو كورنۍ وايي چې، افغانستان كې په لسګونو زره معلولين په سختو شرايطو كې ژوند كوي، دوى غواړي چې ټولو سره مرستى وشي .