د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د سوات د بې ځایه شویو لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه


شاوخوا دوه ملیونه سواتیان د کوراور پرېښودو ته مجبوره شوي
شاوخوا دوه ملیونه سواتیان د کوراور پرېښودو ته مجبوره شوي
ملګروملتونو په سوات کې د جګړو له کبله له نژدې دوه ميليونه بېځايه شويو کسانو سره د مرستې لپاره د 543 ميليونه ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده. ملګروملتونو د دې بېځايه شويو خلکو غمېزه بېسارې بللې ده. له دې يوه ورځ مخکې د اسلام آباد متحدانو له دې هېواد سره د 224 ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ملګروملتونو د دې مرستې غوښتنه د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې وکړه. د ملګروملتونو يوه مقام مارتين موګوانيا چې د سوات له بېځايه شويو سره د بشري مرستو ناظم دی وويل د دې مهاجرت اندازه او سرعت بېساری و.

پاکستاني چارواکي وايي د ملکنډ له سوات، بونير او کوز دير سيمو څخه يې نژدې دوه ميليونه بېځايه شوي خلک ثبت کړي دي. پردې سربېره د صوبه سرحد له نورو سيمو څخه هم نژدې نيم ميليون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونونه د سوات د مهاجرت اندازه او سرعت بېساری بولي.
.


د پاکستان صدراعظم يوسف رضاګېلاني د مرستندويو ټولنو په کنفرانس کې د خبرو پرمهال د جګړو له وېرې د پښتنو د سيمو له بېځايه شويو خلکو سره د مرستې پر اړتيا رڼا واچوله .

(موږ بايد د خپلو خلکو زړونه او ذهنيتونه خپل کړو. موږ بايد ددې دوو سيمو له خلکو سره د لومړيتوبونو په پام کې ساتلو سره مشخصې او اغېزمنې مرستې وکړو. مېرمنو او ښاغلو، له دې سره به دا خبره هم يقيني شي چې وسله وال د بېځايه شويو خلکو له مجبوريته استفاده ونکړي.)

د راپورونو له مخې هغه 224 ميليونه ډالره مرستې به چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ راجلب کړې د ملګروملتونو پروګرام ته ورشي. امريکا د سه شنبې په ورځ د 110 ميليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ خو دا هېواد لاهم په ډېر توپير، د مرستندويو هېوادونو د فهرست په سر کې دی.

په سوات کې د پوځي عملياتو له پيل وروسته واشنګټن له پاکستان سره خپلې مرستې زياتې کړې دي. د چارشنبې په ورځ پاکستان ته د دې مرستې له اعلان وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره له پاکستان سره د امريکا د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

مرستندويې ټولنې اټکل کوي چې د دوه ميليونه بېځايه شويو خلکو اکثر لاهم يا د خپلوخپلوانو په کورونو کې شپې سبا کوي او يا له خپلو وروستيو امکاناتو څخه کار اخلي. د بېځايه شويو خلکو د ډلې يوازې درې نيم لکه کسان د کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ځای پرځای شوي دي.

تمه ده چې پاکستاني چارواکي ډېر ژر له هرې بېځايه شوې کورنۍ سره پنځه سوه ډالره مرسته وکړي، خو د پاکستان حکومت او مرستندويې ټولنې وايي د دې لپاره چې د ملکنډ د بېځايه شويو کډوالو بحران په يوه بشري تراژيدۍ بدل نشي دوی بايد له زيانمنو خلکو سره اوږدمهالې مرستې وکړي.
XS
SM
MD
LG