د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

ایا کرزی له لوړو ژورو بریالی تېر شو؟


ولسمشر حامدکرزي د ثور په نولسمه نېټه د فراه ولايت د مرکز په يوه جامع جومات کې د نژدې زرو کسانو غونډې ته وينا وکړه. په دې غونډه کې د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني کلي کې له هوايي بمبارۍ څخه ژوندي پاتې کليوال او د هغو 140 قربانيانو خپلوان ، چې د حکومتي چارواکو په وينا په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي هم حاضر و.

د فراه د ولايتي شورا رييس محمدنذيرخدمت آزادۍ راډيو ته وويل ولسمشر حامدکرزي فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د ګراني کلي ځينې زيانمن خلک به سږکال حج ته واستوي. ښاغلی خدمت وايي کرزي له دې ژمنې سره چې له خلکو سره به د دوی د کورکلي په بيارغونه کې مرسته وکړي يوځل بيا د خلکو زړونه او ذهنيتونه خپل کړل.
کرزي دا جګړه وګټله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترنېټې پورې په واک کې پاتې شو. د ده د بخت ستوری له دې نېټې وروسته په ځلېدو شو.


دې ته ورته وړو برياوو د کال له پيل وروسته له ښاغلي کرزي سره مرسته کړې چې سترې سياسي برياوې ترلاسه کړي.

په سياسي ډګر کې يوازې څو مياشتې مخکې هغه مهال چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې د ده حکومت په فساد او بې کفايتۍ تورن کړ د کرزي ورځ ګرزېدلې وه. وروسته له دې چې د ولسمشرۍ انتخابات د يولړ لوژستيکي او امنيتي اندېښنو له وجې له ثور څخه اسد ته وځنډېدل، د کرزي مخالفينو پرله پسې د ده د ګوښه کېدو غوښتنه کوله، ځکه د دوی په وينا د ښاغلي کرزي د واکمنۍ قانوني دوره د ثور په يودېرشمه پای ته رسېده. خو کرزي دا جګړه وګټله او د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترنېټې پورې په واک کې پاتې شو. د ده د بخت ستوری له دې نېټې وروسته په ځلېدو شو.

لويديځ د کرزي پردې پرېکړې چې پخوانی جهادي قوماندان مارشال قسيم فهيم يې د خپل انتخاباتي سيال په توګه غوره کړ، سخت انتقادونه وکړل، خو د ده له دې اقدام سره له پخوانيو کمونيستانو او مجاهدينو او د پخواني پاچا له پلويانو جوړه ملي متحده جبهه تقريباً له مينځه ولاړه. دا جبهه د مخالفينو اساسي ډله او د کرزي د بيا انتخاب په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کېده.

د جمهوري رياست د کانديدانو د نوم ثبتونې له پيل سره سم ډېر شمېر هغه کسان چې فکر کېده ځان به کانديد کړي د نوم ثبتولو لپاره حاضر نشول. په دې ډله کې پخواني وزيران علي احمدجلالي او انوارالحق احدي شامل و.

د ننګرهار والي ګل آغا شېرزی هم د سيالۍ له ډګره ووت. راپورونه وايي، شېرزي له ښاغلي کرزي سره له يوې اوږدې کتنې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه او ويې ويل چې کرزی به د افغانستان لپاره ښه رهبر وي.

ګومان کېږي چې په پاتې 44 کانديدانو کې به د بهرنيو چارو له پخوانی وزير ډاکټر عبدالله او د ماليې له پخوانی وزير اشرف غني سره مقابله د کرزي لپاره لوی چېلنج وي.

د سياسي چارو د کارپوه روستار ترکي په وينا په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د کرزي سياسي مانورې ښيي چې دی يو فعال سياستوال دی خو ښاغلی ترکی دا هم وايي چې د افغانستان د دېرش کلنې لانجې د حل لپاره د کرزي ناتواني ښايي د ده کمزوري وي.

روستار تره کي چې د فرانسې له ليون ښاره له آزادۍ راډيو سره خبرې کولې وويل چې دنړيوالو مرستندويانو او افغانانو له نظره په افغانستان کې د امنيتي او اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره هڅې نه دي بريالۍ شوي.

کرزي د نورو هېوادونو د مشرانو دا هيلې چې ويل يې دی بايد خپل سياسي ګوند جوړ کړي له پامه وغورځولې. خو د ګوند پرځای ښاغلي کرزي د قومي مشرانو، تنظيمي قوماندانانو او ديني عالمانو يوه غيررسمي شبکه جوړه کړه، څو د ده ملاتړ وکړي.

د سياسي چارو څېړونکي د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی د کرزي د بيا غښتلي کېدو لپاره دوه علتونه يادوي. ده له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل لومړی داچې د کرزي لپاره بل مناسب بديل پيدا نشو، په دې معنی چې حتی د کرزي نړيوال پلويان اوس کرزي ته ګوري، او بل داچې د ده په وينا داهم امکان لري چې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې پراخې ګټې لري، له کرزي سره کوم توافق ته رسېدلي وي.

ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ يو د انتقادکوونکو په ځواب کې په يوه فرمان کې له ټولو چارواکو غوښتنه وکړه چې له خپلو دولتي امکاناتو او مقامونو څخه د نورو کانديدانو پرضد کار وانخلي، خو داسې ښکاري چې دا ډول اقدامات به د ده سياسي مخالفين راضي نکړي.
د سياسي چارو کارپوه روستار تره کی په دې کې شک کوي چې د افغانستان راروان انتخابات به آزاد او عادلانه وي.
XS
SM
MD
LG