د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

اوباما : د ګوانتاناموزندان د امریکا ملي امنیت کمزوری کړی


اوباما تېنګار وکړ چې دده پالېسۍ به پر ازادۍ ، عدالت او درناوي ولاړې وي
اوباما تېنګار وکړ چې دده پالېسۍ به پر ازادۍ ، عدالت او درناوي ولاړې وي

ولسمشر اوباما یو واربیا ژمنه کړې چې د ګوانتانامو د زندان د بندولو پلان به سره له دې چې کانګرس يي لپاره د اتیا میلونو ډالرو تصویبول رد کړل ، پر مخ بیايي .

بارک اوباما د واشینګټن دملي ارشیف په ودانۍ کې یوه ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کولې چې د امریکا کانګرس د ګوانتانامو د زندان د تړلو لپاره د نوموړي هغه غوښتنه رد کړه چې په کې يي له کانګرسه د اتیا میلونو ډالرو تصویب غوښتی وو او همدا رنګه کانګرس امریکا ته د ګوانتنامو د زندانیانو د لېږد پر خلاف يي هم رايي ورکړې .

اوباما چې په کومه ودانۍ کې وینا کوله هلته د امریکا د ډېموکراسۍ تر ټولو مهم اسناد ساتل شوې ، چې په کې د ازادۍ اعلامیه ، د امریکا اساسي قانون او د حقوقو پرېکړلېک هم شامل دي . اوباما تېنګار وکړ چې دده پالېسې به د همدې سندونو پر بنسټ پر ازادۍ ، عدالت او درناوي ولاړې وي . نوموړي زیاته کړه:

موږ یو داسې ملت وو چې د شکنجو خونې مو تړلې او د ظلم او استبداد پر ځای مود قانون حاکمیت واکمن کړی دی ، موږ همداسې خلک یوو ، او ترویستان هر چېرې به بې عدالتۍ ، بې نظمۍ او ورانۍ پسې دي . امریکا باید وښيي چې زموږ ارزښتونو او قانوني ادارې د یوې کرکجنې نظريي په مقایسه ډېر ځواکمنې دي .

بارک اوباما د سختو تحقیقاتو او غېرې قانوني زنداني کولو په اړه د پخواني ولسمشر جورج بوش د ادرې پرېکړې د بېړې او وارخطايۍ پرېکړې وبللې چې راتلونکې ته د فکر پر ځای پر وېره ولاړې وې .
موږ یو داسې ملت وو چې د شکنجو خونې مو تړلې او د ظلم او استبداد پر ځای مود قانون حاکمیت واکمن کړی دی ، موږ همداسې خلک یوو ، او ترویستان هر چېرې به بې عدالتۍ ، بې نظمۍ او ورانۍ پسې دي . امریکا باید وښيي چې زموږ ارزښتونو او قانوني ادارې د یوې کرکجنې نظريي په مقایسه ډېرې ځواکمنې دي


ولسمشراوباما وویل :
موږ د یو څه په پاکولو بوخت یوو چې د بې نظمۍ او ګډوډۍ پرته نور هېڅ نه دي ، یوه تجربه ناسمه رهبرې شوې ده، چې په نتېجه کې يې د قانوني او حقوقي ستونزو یوه لړۍ رامنځ ته کړې چې زما حکومت باید په منظمه او ورځنۍ توګه ورسره ښکلېل وي . دا د حکومتي چارواکو هغه وخت ضایع کوي چې باید خلکو ته د ښه ژوند د برابرولو پر هلو ځلو لګېدلی وی .

د بشري حقونو او په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکیو او ډېموکراټانو یو شمېر غړیو د ګوانتانامو د زندان د تړلو په اړه د ولسمشر اوباما پرېکړه له خطره ډکه بللې په ځانګړې توګه دا چې ، غواړي د اتیاوو په شا او خوا کې بندیان د امریکا متحدو ایالاتونو ته انتقال کړي ، دا کار د ځینو په باور د امریکا امنیت ته خطر پېښولای شي .

خو بارک اوباما پرون وویل داسې هېڅوک به خوشې نه کړې چې امریکا او د امریکا خلکو ته خطر پېښ کړي ، د نوموړې په وینا دده اداره د ۲۴۰ بندیانو څخه د د هریو پر دوسیه په جلا جلا توګه غور کوي ، او د هر یو لپاره یوه قانوني لاره لټوي .

د نوموړي په وینا پاتې بندیان د پنځو ډلو څخه په یوه کې راځي ، یو ډله هغه دي چې چې د امریکا په محکموکې به په ازاده توګه د محاکمه کېدو حق ولري ، بله ډله هغوی چې ېوازې پټې پوځې محکمې به يې محاکمه کوي ، درېمه ډله هغوی چې دوسيي يې خلاصې شوې او باید خوشې شي ، څلورمه ډله هغوی دي چې دوسيې يې خلاصې شوې او باید نورو هېوادونو ته واستول شي . او پنځمه ډله هغوی چې تحقیات هم ترې نه کېږي خو خوشې کېدلی هم نه شي .

د اوباما په وینا د پنځمې ډلې په اړه پرېکړه ستونزمنه ده ځکه په دې کې داسې کسان شته چې د اسامه بن لادن سره تړاو مني او دا يي په روښانه توګه ویلي چې امریکایان به ووژني .

اوباما وویل که چېرې وروستۍ وړه ډله په امریکا کې فېډرالي زندانونو ته ولېږدول شي چې لا دمخه په کې په تروریزم مشکوک زندانیان شته نو نه خو تښتېدلی شي او نه ملي امنیت ته ګواښ پېښولی شي .

ولسمشر اوباما دا هم ومنله چې ددې مسلې لپاره بله اسانه د هواري لاره نه شته .

او با همدارنګه وویل چې د ګوانتنامو د زندان د تړلو په برخه کې د کانګرس سره جوړجاړې سخت دی خو ژمنه يي وکړه چې اداره به يې د کانګرس له غړیو سره کار وکړي څو په یوه داسې د هواري لاره باندې سلا شي چې د منلو وړ وي .
XS
SM
MD
LG