د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

کانګریس دايتلافي حکومت دجوړولولپاره خبرې پیل کړې


د کانګرس ګوند چارواکي وايي د هندوستان له نورو وړو ګوندونو سره چې د پارلمان نيمايي څوکۍ يې ګټلي دي، د يوه ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه د خبرو په حال کې دي. د کانګرس په مشرۍ د سياسي ګوندونو ائتلاف د هند د پارلمان له ټولو 543 څوکيو څخه 260 خپلې کړي خو لاهم 12 نورو ته اړتيا لري. کانګرس ګوند په يوازې ځان د 201 څوکيو په ګټلو سره په تېرو شلو کلونو کې د هند د سياسي سياليو د ډګر د ترټولو لويو انتخاباتو ګټونکی شو. د کارپوهانو په وينا د کانګرس د ګوند دې بريا ټولې هغه هيلې خاورې کړې چې عمده مخالف هندو ملت پال ګوند او نورو وړو ګوندونو لرلې.
دکانګرس رسمي چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل کانګرس ګوند غوره ګڼي چې له ځينو وړو او خپلواکو ګوندونو سره ائتلاف وکړي. د کانګرس ګوند يو چارواکي راجيو شوکلا د هند له يو ټلويزيوني سره په مرکه کې وويل موږ 272 تخيلي شمېرې ته چې اړتيا ورته لرو ډېر ورنژدې شوي يو، نو ځکه موږ له لويو ګوندونو سره ائتلاف ته اړتيا نلرو.
د هند صدراعظم من موهن سنګ د شنبې په ورځ هغه مهال چې د انتخاباتو نتيجې چې د اپريل په نيمايي کې په پنځو پړاوونو کې پيل شوي وو، وشمېرل شوې د کانګرس ګوند برياليتوب اعلان کړ او له رای ورکوونکو يې مننه وکړه چې د ده پر ګوند يې اعتماد کړی. ده وويل: د هند خلکو خبرې وکړې او په ډېر صراحت سره يې خبرې وکړې.
ښاغلي سنګ چې د خبريالانو په ډله کې خبرې کولې زياته کړه:
(موږ به هڅه وکړو چې دخپلو خلکو توقعاتو ته ورورسېږو، څو دوی ته داسې يو حکومت جوړ کړو چې پر دوی پام وکړي، د هند د پاليسيو سم استازيتوب وکړي، د دوامدار او منصفانه پرمختګ لپاره کار وکړي د هند د سيکيولر ارزښتونو ساتنه او دعوامو ترمينځ له کرکې او هرراز تاوتريخوالي خلاصه فضا يقيني کړي.)
XS
SM
MD
LG