د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۶

د عراق صدراعظم تهران ته تللئ


د عراق صدراعظم نوري المالکي له ايرانيو چارواکو سره د کتني په مقصد نن تهران ته ورسيد.
تمه ده چي المالکي به د ايران له جمهور رئيس محمود احمدي نژاد او ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامينيي سره د عراق او امريکا تر منځ د امنيتي تړون په اړه چي تيره مياشت لاسليک شوئ ، بحث وکړي. په ايران کي د عراق سفير په رواني اوونۍ کي ويلي و د المالکي په دوه ورځني سفر کي بۀ په اقتصادي مسلو هم خبري وشي. له ٢٠٠٦ ميلادي کال راهيسي چي المالکي د عراق د صدراعظم په څوکۍ ټاکل شوئ، دا يي ايران ته څلورم سفر دئ.
XS
SM
MD
LG