د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۸

يوناما په کابل کي خپل ماموريت پراخوي


په کابل کي د ملګرو ملتونو د مرستي دفتر (يوناما) وايي سږ کال به په افغانستان کي خپل ماموريت ډير پراخ کړي.
په کابل کي د يوناما وياندي نيلاب مبارز آزادۍ راډيو سره په خبرو کي وويل په ٢٠٠٩ ميلادي کال کي به دوي په کافي اندازه وسايل او امکانات په واک کي ولري. مبارز وايي دوي به زيار وباسي چي د تير کال په پرتله په افغانستان کي زيات کارونه تر سره کړي.
يوشمير څيړونکي وايي يوناما په تير عيسوي کال کي په افغانستان کي د قناعت وړ کارونه ندي کړي.
XS
SM
MD
LG