د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۰

په هرات کي يو امبولانس او موټر چلوونکئ يي خوشي شوئ


د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي په هرات ولايت کي د دوي يو تښتول شوئ موټر چلوونکئ او يو امبولانس نن له غرمي مخکي د خلکو په همکارۍ او د پوليسو په هڅو له تښتوونکو څخه راخلاص شول. دا امبولانس چي پرون يي د هرات له اوبي ولسوالۍ څخه حوزوي روغتون ته يو ناروغ رسولئ و، د دريو بحو په شاواخوا کي د ناپيژندل شويو کسانو له خوا تښتول شوئ و. د افغانستان د عامي روغتيا وزير ډاکتر سيد محمد امين فاطمي آزادۍ سره په خبرو کي وويل سيمه ايزو خلکو ورته د موټر چلوونکي او امبولانس د خلاصون ډاډ ورکړئ و.
XS
SM
MD
LG