د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۲

د خيبر لار پرانستل شوي


يو پاکستانئ چارواکئ وايي په افغانستان کي د ناتو او امريکايي ځواکونو لپاره د خيبر اکمالاتي لار پرانستل شوي او په سيمي کي عمليات روان دي.
د خيبر لار د سه شنبه په ورځ هغه مهال بنده شوي وه چي وسله والو په افغانستان کي بهرنيو ځواکونوته د تلونکو موادو په لاريو حملي و کړي.
د خيبر اداري مسول طارق حيات خان وايي د خيبر لار نن د ټولو ټرافيکو په مخ پرانستل شوي خو د غرونو په لمنو کي پوځي عمليات دوام لري.

په يو بل خبر کي ويل شوي: يوې مشکوکي بي پيلوټه امريکايي الوتکي نن په جنوبي وزيرستان کي د توغنديو په حملي کي لږ ترلږه دري تنه وسله وال ووژل.
استخباراتي چارواکو خبري رسنيو ته ويلي دوه توعندي د لادا کلي ته نږدي د طالبانو په يوه مرکز لګيدلي.
لادا د بيت الله مسعود د وسله والو مرکز دئ چي د تحريک طالبان پاکستان يوه څانګه ده.
XS
SM
MD
LG