د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۷

آستراليا د ګوانتنامو د زندان بنديان نه مني


آستراليا وايي دا به له احتماله ليري وي چي دوي د ګوانتنامو د زندان د بنديانو په منلو سلا شي. د آستراليا د صدراعظم مرستياله جوليا ګيلارد وايي د واشنګټن ددي غوښتني په اړه چي وايي آستراليا دي د ګوانتنامو د زندان يو شمير بنديان ومني، ځيني ملاحظات لري.
ويل کيږي چي متحده ايالاتو له انګلستان او يو شمير اروپايي هيوادو څخه هم غوښتي چي د ګوانتنامو په زندان کي پاته بنديان دي په خپلو هيوادو کي ومني او دوي غواړي دا زندان وتړي.
د انګلستان ټايمز ورځپاڼي پرون ليکلي و چي انګليسي چارواکي د ګوانتنامو د زندان د بنديانو د منلو په يوه پلان کار کوي. په ګوانتنامو زندان کي دا مهال شاوخوا ٢٢٥ تنه بنديان پاته دي.
XS
SM
MD
LG