د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۹

د کيوبا جمهور رئيس راول کاسترو د کيوبا د انقلاب پنځوسمه کليزه ولمانځله


د کيوبا جمهور رئيس راول کاسترو د کيوبا د انقلاب پنځوسمه کليزه ولمانځله او وايي دا انقلاب بۀ پنځوس نور کلونه هم دوام وکړي. کاسترو خبردارئ ورکړ د کيوبا انقلاب ته د متحده ايالاتو له خوا ګواښونه متوجه دي او د کوبا د کمونستي رژيم د دفاع لپاره دائمي مبارزي ته اړتيا ده.
راول کاسترو پرون په هاوانا کي له هغي برنډي څخه راټولو شويو خلکو ته وينا وکړه چي د هغه ورور فيدل کاسترو تري د ١٩٥٩ ميلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نيټي ،د خپل هيواد برئ اعلان کړئ و.
XS
SM
MD
LG