د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۴

اروپايي اتحاديه وايي د روسي لخوا پر يوکراين د گاز د صادراتو د روسي لدي پريکړي وروسته چي يوکراين ته د گازو صادرات بند کړي دا پروسه له نږدي څاري . روسي د گاز د نرخ او د پخوانيو پورونو پر سر له يوکراين سره لانجه لري. د اروپا د اتحاديي د انرژۍ ريس ويلي د روسي پردي قول ډاډه دي چي لدي پريکړي سره به د اروپايي اتحاديي غړو هيوادو ته به د گاز په انتقال کي کوم خنډ نه پيښيږي . زياتو اروپايي هيوادونو ته د روسي گازد يوکراين له لاري انتقاليږي روسي ٢ کاله وړاندي هم د ورته جنجال په خاطر پر يوکراين د گاز صادرات بند کړي وو چي تقريبا په ټولو هيوادونو کي خلک د گاز له قحطۍ سره مواجه شول خو رپوټونه وايي لدي نوي بنديز وروسته د روسي د گازهيڅ ستر مصرفونکي هيواد پدي اړه شکايت ندي کړي.


XS
SM
MD
LG