د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۰

د چک جمهوريت چې نن يي د اروپايي اتحاديي دوره يي مشرري تر لاسه کړه وايي په نظر کي لري چې د غزې د شخړي د حل لپاره به يو ديپلوماتيک ماموريت په منځني کي پيل کړي .


د چک صدراعظم ميرک توپولانک نن په پراګ کي وويل په دي ماموريت کي به د اورپايي اتحاديي د بهرني پاليسي مشر خاوير سولانا ، د اورپايي اتحاديي د بهرني اړيکو کمشنر ، او د چک او سويدن د بهرنيو چارو وزيران هم شامل وي . خو توپولانکو د ماموريت د وخت په اړه تفصيل نه دي وړاندي کړي .
دا شپږمه ورځ ده چې اسراييلي ځواکونه په غزي کي پر حماس بريدونه کوي . په نړيواله سطح په دي سيمه کي د اوربند غوښتنه شوي . په دي لړ کي پرون ناوخته د ملګروملتونو د امنيت د شوري ډپلوماټانو د عرب ليګ هيوادونو لخوا په هاغي مسودي باندي غور وكړ چې پکي د اسراييلي ځواکونو حملي غندل شوي دي . تراوسه په دي نښتو کي څلور سوه فلسطينان او څلور اسرائيليان وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG