د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۰

پاكستان او هند نن د يوي موافقي پر اساس د خپلو اټومي تاسيساتو لستونه يوه بل ته تبادله كړل څو که چيرته جګړه وشي نو بيا خوندي پاتي شي .


په ۱۹۹۲ ميلادي كال كي دواړو خواوو موافقه كړي وه چې که جګړه وشي د يوه بل په ملكي اټومي دستګاوو باندي حملي نکوي .

سږ كال دغه تبادله پداسي حال كي وشوه چې د ممبيي د ترورستي حملو پر سر ددي دواړو هيوادنو ترمنځ تاو تريخوالي زيات شوي دي .
دا دواړو هيوادونه چې اتمي وسلي لري ددغو نانندريو له امله په خپلو ګډو پولو کې خپل سرتيري ځاي پرځاي كړيدي.
XS
SM
MD
LG