د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۱

ايتلافي ځواكونه وايي د كابل په ختيځ كې يې د دولت ١١ تنه مخالفان وژلي دي


په افغانستان كې ميشت ايتلافي ځواكونه وايي د كابل په ختيځ كې يې د دولت ١١ تنه مخالفان وژلي دي .
اسوشئتد پرس خبري اژانس د ايتلافي ځواكونو په حواله وايي دا عمليات تيره ورځ په سروبي ولسوالۍ كې شويدي .
ايتلافي ځواكونو ويلي عمليات يي د يوه سيمه ايز قومندان د نيولو په مقصد چي په جګړه مارۍ او د وسلو په قاچاق تورن دئ ، کړيدي.
خبر وايي د مخالفينو دوه كسان په ډزو او ٩ نوريي په هوايي بريد كې وژل شوي دي .
د وژل شويو كسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي .
XS
SM
MD
LG