د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۰۴

په کابل کي اورلګيدني زياتي شوي


په كابل كې د سوزيدلو او اور لګيدنې د پيښو په زیاتیدو سره د كابل د اطفايې رياست له خلكو غوښتي دي چې د برقي ، ګازي او ډيزلي وسايلو په كارولو كې دې له احتياط نه كار واخلي .
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت په يوې خبرتيا کي خلكو ته د اورلګيدنې د مخنيوي په منظور ځيني لارښونې هم کړيدي .
په دې ورستيو كې د هوا په سړيدو سره په کابل او ولايتونو كې په كورنو ، دكانونو او ماركيټونو كې د اور لګيدنې څو پيښې رامنځته شوي دي .
په عين حال كې خلكو هم د اطفايې له رياست څخه غوښتي چي د اورلګيدني داحتمالي پيښو د مخنيوي په مقصد دي په ډيرو او مجهزو وسايلو ځان سمبال كړي .
XS
SM
MD
LG