د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۶

آذربايجان د نړيوالو راډيو ګانو خپروني بندوي


د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د آذربايجان د چارواکو هغه پريکړه غندلي چي پدي هيواد کي د آزادۍ راډيو پشمول د نړيوالو راډيو ګانو د خپرونو د اجازه ليکونو له نوي کولو څخه يي ډډه کړي .
ددي پريکړي له مخي به د جنورۍ له لومړۍ نيټي څخه د بي بي سي، امريکا غږ او آزادۍ راډيو د آذري څانګي خپروني د آذربايجان د ملي خپرونو له څپو څخه وايستلي شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي که آذربايجان دا پريکړه عملي کړي نو دا به پدي هيواد کي د بيان د آزادۍ او د ډموکراتيکو بدلونو په مخکي ستر خنډونه رامنځ ته کړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دوي د آذربايجان له حکومت سره پداسي يوه چوکاټ کار کوي چي راډيو ګاني او تلوزيونونه به پکي خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG