د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۵

په جورج بوش باندى د بوټانو د ګزار کونکي خبريال محاکمه وځنډيده


په عراق کى د هغه خبريال محاکمه چى د امريکا په جمهور ريس بوش باندي ئ د بوټانو ګزار کړى وه ددغه هيواد د مرکزي جناي محکمى په پريکړه ځندول شوى ده.

د خبر يال منتظر الزيدي محاکمه وروسته له هغى وځنډول شوه چى د نوموړي د مدافع وکيل د عراق سترى محکمى څخه پدى لړ کى غوښتنه وکړه.

منتظر الزيدي دوه ونى دمخه په بغداد کى د يوه خبرى کانفرانس په ترڅ کى پر جورج بوش د بوټانو ګزار وکړ.

نوموړي خبريال په بوش باندى د بوټانو د وارولو پر محال چيغى وهلى چى دا د هغو يتيمانو او وژل شووکسانو ډالى ته چى په عراق کى د امريکاى ځواکونو په عملياتو کى مړه شوي دي.
XS
SM
MD
LG