د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

د نړى ډيرو مشرانو پر غزى تراړى باندى د اسرايلو حملى غندلي دي


د نړى مشرانو په غزى تراړه باندى د اسرايلو د هواي حملو د بنديدو غوښتنه کړى ده.

د نړى د کاتوليک مسيحيانو مشر پاپ بنډيکټ په منځني ختيځ کى روان تاوتريخوالى غندلى دى او په سيمه کى د سولى او ارامى غوښتنه کړى ده.

د روسى د بهرينو چارو وزير هم پر اسرايلو غږ کړى چى په غزه کى خپل پوځي عمليات سم دلاسه ودروي.

په ملګرو ملتونو کى د امريکا سفير بيا د حماس ډله باندى انتقاد کړى او پر اسرايلي سيمو ئ د راکټي حملو د بنديدو غوښتنه کړى ده.

په قاهره کى له مصري مشر سره له کتنى وروسته د فلسطيني ادارى مشر محمود عباس ويلي حماس بايد د اوربند لپاره غاړه کيږدي.
XS
SM
MD
LG